د جنرال باجوا د دندې غځولو مخالفت څوک او ولې کوي؟
جعیت علما اسلام فضل الرحمان ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، نېشنل پارټۍ او جماعت اسلامي د پوځ د مشر کاري مودې غځولو لپاره
جعیت علما اسلام فضل الرحمان ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، نېشنل پارټۍ او جماعت اسلامي د پوځ د مشر کاري مودې غځولو لپاره
قاسم سلیماني د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر کې په عراق کې ووژل شو. د ایران د سپاه پاسداران ډلې د قدس څانګې د مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو اغېزې به څه وي؟ دا پوښتنې صفي الله ستانکزي له عصمت څاروان څخه چې د ایران مسایل له نږدې په دې مرکه کې پوښتي:
د امریکا متحدو ایالتونو د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو ځواکمن قومندان قاسم سلیماني په عراق کې په یوه هوایي برید کې وواژه.
د ایران د قدس ډلې مشر قاسم سلیماني په بغداد کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو. د ترکیې پارلمان لیبیا ته د خپلو عسکرو د لیږلو طرحه تصویب کړه. یوه نوې څېړنه ښيي چې لوږه یا په نوبتي شکل روزې نیول وزن کموي. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
هغسې چې اټکل شوى و، د شمالي مقدونيا صدراعظم زوران زايف استعفى وکړه. له دې سره د تيکنوکراتانو له خوا د حکومت تشکيل ته زمينه برابره شوه، چې د بالکان حوزې په دغه هېواد کې تازه انتخابات تنظيم کړي. دغه استعفى نن سم د لاسه د پارلمان د وکيلانو له خوا تصويب شوه. زايف له پارلمان څخه په اکتوبر مياشت کې په دې اړه تر وخت مخکې د رايې ورکولو غوښتنه کړې وه. زوران زايف تېر کال په اروپايي ټولنه کې د شمالي مقدونيا او البانيا پر غړيتوب د خبرو پر ځنډ انتقاد کړى و او د اروپايي ټولنې دا پرېکړه يې مايوسوونکې بللې وه. Читать дальше...
د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي په فارياب کې د تېر کال د ناامنيو ډېرى قربانيان ماشومان دي. په فارياب کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون ولايتي رئيس ذبيح اله جواد ازادۍ راډيو ته وويل، تير ميلادي کال د ماشومانو مرګ ژوبله زياته وه: ”تېر کال په فارياب کې ١١٨ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې جملې ٨٠ ماشومان ټپيان شوي او ٣٨ نور وژل شوي دي. له بده مرغه د ملکيانو، په ځانګړي ډول ماشومانو د زيان د جبران او د قربانيانو له کورنيو سره د مرستې لپاره بنيادي پروګرام نه شته.“ په فارياب ولايت کې په وروستيو کې د ناامنيو پېښې زياتې شوي دي. Читать дальше...
د ناروې چارواکو د بلغاريا په دوو ماڼوګانو پسې د پلټنې او د هغوى د ژغورنې عمليات وځنډول. د بلغاريا د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه دوه ماڼوګان ظاهراً له يوې باروړونکې کښتۍ اوبو ته لوېدلي دي. وزارت پرون ويلي په سيمه کې د سختو بادونو او توفاني څپو له کبله ژغورونکو خپل عمليات ودرول. پرون د ناروې د قلمرو په اوبو کې د بودو ښارګوټي په ٤٠٠ کيلومترۍ کې دوې څرخي الوتکې د پلټنې او ژغورنې په عملياتو کې دخيلې وې. دغه دوه ماڼوګان له هغې کښتۍ اوبو ته لوېدلي چې ١٩ تنه عمله يې درلوده، چې ١٨ تنه يې د بلغاريا او يو تن د اوکراين وګړى و. Читать дальше...
د فراه والي وايي هڅه کوي د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو پر لار د وسلوالو د راوتلو مخه ونيسي. محمد شعيب ثابت نن د ازادۍ راډيو ولايت په ولايت پروګرام کې وويل، وسلوال طالبان زيات وخت لارې د دولتي کارکوونکو پرمخ تړي: ”پر لويو لارو ستونزه لرو. د دولت وسلوال مخالفان راوځي لارې بندوي. هغه هم د دولتي کسانو پرمخ بندوي. د عامو خلکو پرمخ دا لارې خلاصې دي.“ د فراه اوسېدونکي وايي د ناامنيو له زياتېدو سره د فراه پر لارو د خلکو تګ راتګ هم ستونزمن شوى دى. بلخوا د فراه ولايت موټرچلوونکو اعتصاب... Читать дальше...
روسيې د تعرفې پر سر د اختلافاتو له کبله بېلروس ته د تېلو انتقال بند کړى دى. دا خبره د بېلروس په شمالي ښار ناوا پولاڅاک ښار کې د تېلو د تصفيې چارواکو کړې ده. دغو چارواکو ازادۍ راډيو ته وويل، د تېلو دغه انتقال له تېرې چهارشنبې درول شوى او د تېلو په دغه تصفيه ځاى کې اوس هغه تېل تصفيه کېږي چې مخکې له روسيې وررسېدلي دي. که څه هم مسکو د بېلروس پر ولسمشر الکساندر لوکاشينکا فشار زيات کړى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ادغام زيات کړى، خو بېلروس له روسيې سره د تېلو د ترانزيت پر بيه اختلاف لري. Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالتونو د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو ځواکمن قومندان قاسم سلیماني په عراق کې په یوه هوایي برید کې وواژه. دې پیښې د دښمنۍ یوه نوې فضا رامنځ ته کړې، تهران....
د جنورۍ پر درېیمه په شپه خوست کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر، کابل او جنوبي پښتونخواد شاعرانو او فرهنګیانو په ګډون فرهنګي ماښام جوړ شوی وو.
د خوست چارواکي وايي، د دې ولایت د اقتصادي پرمختیا او خلکو لپاره د کار موندنې د فرصتونو د برابرلو په خاطر به د پانګونې اسانتیاوې ډېرې کړي.
د ایران د قدس ځواک پیاوړی قومندان جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې په یوه امریکايي برید کې وژل شوی دی. امریکايي او ایرانیو چارواکو نن [جنوري درېيمه] سهار وختي د بغداد پر نړیوال هوايي ډګر پر دوو ګاډو په امریکايي حمله کې د سلیماني د وژنې تصدیق کړی دی. قاسم سليماني په ايران کې تر علي خامنه يي وروسته تر ټولو ځواکمن کس و؟ احمد شاه اعظمي يې په اړه ويډيويي راپور لري.
د ایران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د ایران د قدس ځواک د قومندان قاسم سلیماني له وژونکو د "سخت غچ" د اخیستو خبردارى ورکړ. سلیماني نن سهار د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو. خامنه يي همدارنګه د سلیماني پر مرګ درې ورځنى ملي ماتم هم اعلان کړی دی. د ایران د قدس ځواک پر دې ځواکمن قومندان نن سهار هغه مهال هوايي برید وشو چې د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د دوو موټرو په یو کاروان کې روان و. د امریکا پوځ وايي، دوی دفاعي برید کړی څو په سیمه کې د سلیماني له خوا د امریکا پر ګټو د نورو بریدونو د طراحۍ مخه ونیسي. Читать дальше...
یوشمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په بغداد کې د ایران د قدس ځواکونو عمومي قوماندان قاسم سلیماني وژل کېدل به ایران دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې له خپلو نیابتي ډلو د امریکا ګټو او تاسیساتو پر وړاندې کار واخلي.
د امریکا د استازو جرګې یوه لوړ رتبه ډیموکرات غړي ویلي، د دې هېواد د کانګرس غړي مخکې له مخکې په هغه برید نه وو خبر کړای شوي چې په کې مهم ایراني پوځي قومندان قاسم سلیماني ووژل شو. د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ایلیوټ اینګل وویل، په بغداد کې د ایران پر پوځي قومندان قاسم سلیماني برید پرته له دې چې کانګرس ته خبر ورکړل شي او یا ورسره مشوره وشي، ترسره شوی دی. اینګل همدارنګه زیاته کړې، سلیماني چې د ایران د قدس ځواک قومندان و، د پراخ تاوتریخوالي اصلي طراح او لاسونه یې د امریکایانو په وینو سره وو. Читать дальше...
د نورستان چارواکي وايي اجازه نه ورکوي چې په کانتيوا دره کې ځنګلونه ووهل شي پر دغې درې چې د مرکز پارون په جنوب کې پرته ده، په دې وروستيو کې د افغانستان امنيتي ځواکونو ولکه ټينګه کړې ده. د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي د کانتيوا درې په ګډون د نورستان په نورو برخو کې هم په غيرقانوني ډول د ځنګلونو د وهلو اجازه نه ورکوي. "نور هېچا ته د يوې ونې د قطع کولو اجازه هم نه ورکول کېږي. هغه ونې چې چپه شوې دي، وچې او ورستې دي، که خلکو د اړتيا لپاره ورڅخه استفاده کوله، هغه به کوي. خو څوک به هېڅکله ونه نه... Читать дальше...
په فارياب ولايت کې شاعر او ليکوال متين اندخويي نن سهار د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو. د فارياب د اطلاعاتو فرهنګ رئيس غلام سخي بيان نن سهار ازادۍ راډيو ته وويل، د دغه شاعر مړينه يوه ضايعه ده: "نن سهار يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د افغانستان د ادبي، علمي او فرهنګي ډګر لپاره يې مړينه يوه ضايعه ګڼم". شاعر او ليکوال متين اندخويي د مړينې په وخت کې ٨٠ کلن و. هغه ته د جمهوري رياست له خوا د ادبي فعاليتونو له کبله دوه وارې ستاينليکونه ورکړل شوي وو.
په فارياب کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون ولايتي رئيس ذبيح الله جواد ازادي راډيو ته وويل، تېر ميلادي کال د ماشومانو مرګ ژوبله زياته وه. هغه وویل: "تېر کال په فارياب کې ١١٨ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې جملې ٨٠ ماشومان ټپيان شوي او ٣٨ نور وژل شوي دي. له بده مرغه د ملکيانو، په ځانګړي ډول ماشومانو د زيان د جبران او د قربانيانو له کورنيو سره د مرستې لپاره بنيادي پروګرام نه شته". په فارياب ولايت کې په وروستيو کې د ناامنيو پېښې زياتې شوې دي. د بشري حقونو خپلواک کميسيون ولايتي دفتر وايي د جګړې... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا حکومت له لېرې پرتو سيمو خواريکښو لپاره د صوبې په ۳۳ ضلعو کې د ۷۱ سرکاري پناه ګانې جوړ کړې چې پکې د شپې اوسېدو ځای، خواړه او د ناروغانو لپاره دارو درملو بندوبست هم شوی دی. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورت وګورئ.
یوشمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په بغداد کې د ایران د قدس ځواکونو د عمومي قوماندان د قاسم سلیماني وژل کېدل به ایران دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې له خپلو نیابتي ډلو د امریکا متحده ایالاتو د ګټو او تاسیساتو پر وړاندې کار واخلي.
د کابل سړي او واورینې هوا ددې ښار اوسېدونکې علاقمند کړي تر څو د پاچه خوړنې دوکانونو ته لاړشې او هلته دغه خوندور خواړه وخوري. هیلۍ اسد د پاچه خوړونکو له ځینو مینه والو پوښتنه کړي چې، یخه هوا له پاچه خوړلو سره څه اړیکه لري
د پاکستان دفاع وزارت د پوځ په قانون کې د بدلونونو قانوني مسوده نن(د جنورۍ پر درېیمه) اسمبلۍ ته وړاندې کړه.
پاکستان مسلم لیګ ن د پوځي مشرتابه کاري مودي غځولو په اړه په اساسي قانون کې د بدلون لپاره د حکومت د غیرمشروط مرستې اعلان کړی دی. پیپلز ګوند هم ویلي چې د قانون سازۍ لپاره به په پارلېماني جمهوري عمل کې برخه اخلي. حکومت پلان لري چې دا مسوده نن د منظورۍ لپاره پارلیمان ته وړاندی کړي. سپریم کورټ پروسږ کال د نومبر پر ۲۸مه نېټه حکومت ته ویلي ول چې د پوځي مشرتابه کاري مودي غځولو په اړه په ۶ میاشتو کې دننه قانون سازي وکړي. د شاهین بونېريراپور
د طالبانو له خوا د اوربند په اړه ضد او نقیض راپورونو د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې پام ور اړولی دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости