وال سټریټ ژورنال: د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو دمه کې بریدونه زیات شول
نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د جګړې په تړاو بېلابېل مطالب او لیکنې خپرې کړي دي.
نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د جګړې په تړاو بېلابېل مطالب او لیکنې خپرې کړي دي.
د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت سرمفتش د افغان حکومت د دوام لپاره په راتلونکي کې د نړیوالو مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون غوښتنه وکړه، چې د ملکيانو د مرګ ژوبلې د څېړنې لپاره ګمارل شوي کميسيونونه دې خپل معلومات له ولس او د قربانيانو له کورنيو سره شريک کړي.
بریټانیا په رسمي ډول تېره شپه له اروپایي ټولنې وروسته له اووه څلویښت کلونو بهر شوه. اروپایي ټولنه د نړۍ تر ټولو ستره اقتصادي ټولنه ده. درې نیم کاله مخکې په بریټانیا کې د ټولپوښتنې په ترڅ کې دوه پنځوس په سلو کې له اروپایي ټولنې څخه د وتلو غوښتنه وکړه او اته څلویښت په سلو کې ورسره مخالفت وکړ. د بریټانیا په سترو ښارونو کې د ټولپوښتنې پرمهال له اروپایي ټولنې سره د پاتېدو لیوالتیا وه او په وړو ښارونو کې یې له اروپایي ټولنې څخه د وتلو. د انګلستان او ویلز ایالتونو له اروپایي ټولنې څخه د وتلو ملاتړ... Читать дальше...
په خوست کې پرون د مدني ټولنې یو شمېر غړو ، محصیلنو او ولسي ښځو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین د ازادۍ لپاره غوښتنه وکړه. منظور پښتین د جنورۍ په ۲۷ مه، د پاکستان پولیسو ونیو او لا هم په توقیف کې دی. په خوست کې د پرونۍ غونډې ګډونوالو په یوه پرېکړه لیک کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په پاکستان کې د پښتنو پر بشري حقونو تېري ته پام وکړي. منظور پښتین په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم، سوله یيز حرکت پېل کړ. د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې خلکو ته هغه حق غواړي چې د پاکستان قانون ورته منلی دی. Читать дальше...
د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پرون هغه بندیزونه چې د ځمکنیو ماینونو پر استعمال لګېدلي و، نرم کړل او ویې ویل چې مخکنۍ پالیسي د امریکا ځواکونو سخت زیات تاوان پېښ کړی و. د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د پالیسي په بدلولو سره، ډونالډ ټرمپ هغو ماینونو ته چې لازمه نه ده چې ټول عمر تر خاورو لاندې پاتې شي او د ریموټ په وسیله کنټرولېږي، زرغون څراغ ورکړ. د سپینې ماڼۍ په بیان کې په دې اړه لیکل شوي چې دامریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما پالیسي چې بندیزونه یې لګولي و، د امریکا پوځیان د... Читать дальше...
د روسیې حکومت پرون په کرونا ویروس د ۲ کسانو د اخته خېدو خبر تائید کړ. روسیې ډېره هڅه وکړه چې له چینه د دې وژونکي ویروس د ورتګ مخنیوي وکړي. په روسیه کې د کرونا ویروس یوه نښه د چین سرحد ته په نږدې سیمه کې او بله د قزاقستان پر سرحد په پرته سیمه کې موندل شوې ده. د روسیې د صدراعظم مرستیال دا معلومات پرون، د جنورۍ په ۳۱مه، خبریالانوته ویلي چې دواړه وګړي قرنطین شوي او د روسیې حکومت له چینه اکثر پروازونه بند کړي دي. په چین کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله د څه باندې ۲۰۰ کسانو د مړینې خبر تائید شوی دی. Читать дальше...
د پولنډ حکومت پرون، د جنورۍ په ۳۱مه، له امریکا سره یو تړون لاسلیک کړ چې پر اساس به یې پولنډ د امریکا له متحدو ایالاتو ۳۲ جنګي جټ الوتکې په ۴ اعشاریه ۶ مبلیاردو ډالرو واخلي.
په چین کې د افغانستان سفیر وايي، د چین په ووهان ښار کې مېشت افغان محصلان قرنطین شوي او دوی په دوامدار ډول له ټولو سره په تماس کې دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости