له ایران نه د خبریالانو ملاتړ کمېټې غوښتنه
د خبریالانو د ملاتړ نړیوالې کمېټې له ایراني چارواکو غوښتي چې د درېیو رسنیو پر اډېټرانو د سپکاوي او ناسمو خبرونو د خپرولو لګول شوي تورونه لیرې کړي. د ایران د قضا اړوند میزان خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د رسنیو محکمې، د یکشنبې په ورځ د نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا، د بولتننیوز خبري وېبپاڼې او د نفتيما "NeftEMA" په نوم د انرژۍ د خبري وېبپاڼې اډېټران، په سپکاوي او د ناسمو خبرونو په خپرولو مجرم وپېژندل. د خبریالانو د ملاتړ نړیوالې کمېټې «CPJ» د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څانګې مشر شریف منصور... Читать дальше...