عراق کې د مقتدا صدر پلویانو برید کې ۸ معترضین وژل شوي
عراقي چارواکي او فعالان وایي چې په نجف کې د حکومت ضد معترضینو پر یوه کمپ پرون د عراق د یوه مذهبي مشر مقتدا صدر د پلویانو په برید کې لږترلږه اته معترضین وژل شوي دي. روغتیایي چارواکو وویل چې په دغو نښتو کې لږترلږه ۵۲ تنه ټپیان شوي دي. دغه نښتې د هغه زیات شوي کړکېچ په ترڅ کې تر ټولو خونړۍ وې چې د سیاستوال صدر د پلویانو او د هغو معترضونو ترمنځ پېښېږي چې تر ډېره مشران نهلري او له دندو د یو شمېر چارواکو د لیرې کېدو غوښتنه کوي. د صدر پلویانو هم د دغه معترضینو ملاتړ کاوه، خو په دې وروستیو څو ورځو... Читать дальше...