په ننګرهار کې د نږدې ۷۰۰ کیلوګرامه نشهيي موادو کشف و ضبط
په ننګرهار ولایت کې نږدې ۷۰۰ کیلوګرامه نشهيي مواد ونیول شول. د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دلوې میاشتې پر ۲۲مه نېټه له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په دُر بابا ولسوالۍ کې ۲۸۳ کیلوګرامه چرس ونیول. په یوه بله پېښه کې د ننګرهار ولایت پولیسو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور کې ۳۶۱ کیلوګرامه اوومه چرس ۱۶ کیلوګرامه پاخه چرس او ۱۴ کیلوګرامه بنګ نیولي دي.