ټرمپ: په کرونا د امریکایانو د اخته کېدو خطر ډېر لږ دی
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي، پر کرونا وایروس د امریکایانو د اخته کېدو خطر ډېر لږ دی او هغه اقدامات چې حکومت کړي، په نړیواله کچه له دغه خپاره شوي وایروس څخهیې د امریکا له خوندي کولو سره مرسته کړې ده. ډونالد ټرمپ چې پرونیې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل چې امریکا د دغه وایروس په وړاندې د واکسین په جوړولو کې په چټکۍ پرمختګ کوي. هغه وویل، لومړیتوبیې د امریکایانو روغتیا او خوندیتوب دی. ټرمپ له هغو سیمو پر مسافرت د بندیزونو لګول د اساسي اقداماتو په توګه یاد کړل چې کرونا وایروس پهکې خپور شوی دی. Читать дальше...