د طالبانو سیاسي دفتر: کندز کې د حکومت ۲۰ سرتېري له بنده خوشې شول
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي په کندز ولایت کې د حکومت ۲۰ تنه سرتېري له بنده خوشې شوي دي. د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ماښام پر ټویټر لیکلي دا خبره کړې ده. دا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو د هغې لړۍ په دوام کېږي چې د سولې بینالافغاني خبرو ترسره کېدو لپاره پیل شوې ده. تر اوسه پورې افغان حکومت شااوخوا څلور زره وسلهوال طالبان له بنده خوشې کړي او وسلهوالو طالبانو بیا تر ۵۰۰ ډېر افغان ځواکونه له بنده خوشې کړي دي. طالبانو داسې مهال د نویو ۲۰ کسانو د خوشې... Читать дальше...