امنیتي مسئولین: کاپیسا کې طالبانو ۲ سرتېري وژلي
په کاپیسا کې پر یوه پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې ۲ سرتېري وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی. د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادۍ راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو دا برید د نجراب ولسوالۍ په سولانګ سیمه کې کړی و. د ښاغلي شورش په خبره، په دې برید کې یو وسله وال طالب په ټپي حالت کې نیول شوی دی. د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو کومه تبصره نه ده کړې.