ولسي جرګه: حکومت د کرونا سره د مبارزې په برخه زمونږ طرحه بابیزه ګڼلې
د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره خپله طرحه د عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې.
د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره خپله طرحه د عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې.
د پاکستان حکومت د محمد صادق خان په نوم یو ډیپلومات د افغانستان لپاره ځانګړی استازی مقرر کړی دی. د پاکستان راډیو د راپور په حواله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له محمد صادق سره کتلي او ورته ویلي یې دي چې په سیمه کې پرمختګ په افغانستان کې له دوامدارې سولې او ثبات سره تړاو لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوي دا مسئله خپل ګډ مسئولیت ګڼلی او صادقانه یې رغونکی رول لوبولی او دا هڅې یې په نړیواله کچه ستایل شوې هم دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوي هیله لري چې د محمد... Читать дальше...
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر په وسله واله حمله کې وژل شوی دی. د خوست د والي ویاند دا خبر تائید کړی او نن، درجون په ۶مه یې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په دې حمله کې د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر دوه ساتونکي زخمیان شوي دي. د حملې مسئولیت چا نه دی منلی او په خوست کې چارواکو هم نه دي ویلي چې حمله د چا له خوا شوې ده.
په سرپل کې د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. د سرپل د پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو پرون شپه، د سید اباد په کلي کې چې د ولایت د مرکز په څنډه کې پروت دی، د ملکي خلکو پر کورونو حمله کړې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په حمله کې یوه ښځه او یو سړی وژل شوي او یوه ۲۵ کلنه ښځه زخمي شوې ده. په خبرپاڼه کې نور جزئیات نه دي ورکړ شوی. وسله والو طالبانو هم تبصره نه ده کړې.
په قزاقستان کې د اپوزېسیون د دوو سیاسي ډلو لسګونه پلویان نن، د جون په ۶مه، ونیول شول. د اپوزېسیون دوو ډلو چې یوه یې د افراطي ګروپونو په ډله کې تر بندیزونو لاندې ده، غوښتل چې نن، د جون په ۶مه، د دې هېواد په دوو لویو ښارونوکې مظاهرې وکړې او د ډیموکراتیکو اصلاحاتو غوښتنه وکړي. د قزاقستان ډیموکراتیک ګوند او د قزاقستان ډیموکراتیک انتخاب ګوند د هغه هېواد په لویو ښارونو ، نورسلطان او الماتې کې د مظاهرو پلان درلود. خو چارواکو په دې نوم چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره دوا پاشي کوي، هلته لويې لارې او سرکونه بند کړل.
که څه هم د افغانستان حکومت په ځلونو د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې د کمزورې کېدو او ان لهمنځه وړو خبره کړې، خو په وروستۍ یوه میاشت کې دې ډلې درې بریدونه کړي دی کړي.
ریډرز ډایجسټ امریکایۍ مجلې د الوتنو له متخصصانو سره خبرې کړې دي او وړاندوینه کوی چې د کرونا ویروس له امله ځنډول شوي پروازونه به بیا د پخوا په څېر نه وي، ژور بدلونونه به په کې راغلې وي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، هیواد یې د اقتصادي حالاتو او د بې وزله ولس د مشکلاتو له کبله د کورونا وایرس مخنیوي لپاره یو وارې بیا ټولبند نه شي زغملای.
د یادې پېښې د عدالتي کمېشن جوړولو امر په ۲۰۱۸ کال کې د هغه مهال مشر قاضي یا چیف جسټس ثاقب نثار کړی و.
ښاغلي لېوال رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې ویلي دا پېښه هغه وخت رامنځته شوې چې یو شمېر افغان کډوال د انساني قاچاق کوونکو موټر کې لېږدول کېدل.
د غزني اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په دولتي ادارو کې فساد خپل اوج ته رسېدلی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له واشنګټن څخه د دوحې، اسلام آباد او کابل په لور خپل نوی سفر پیل کړی چې موخه یې د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو لپاره لار هوارول دي.
هند په یوه ورځ کې د کرونا ویروس تر ټولو لویه شمېره ثبت کړه، چې په دې سره د کرونا ناروغانو د شمېر له اړخه تر ایټالیا مخکي شو.
افغان چارواکي وايي، دغه هېواد په کرونا ویروس د ککړتیا تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د ماسک د تړلو په برخه کې خپله مخکنۍ لارښوونه بدله کړې ده او اوس یې له خلکو غوښتې دي چې په هغو سیمو کې چې کرونا ویروس خپور شوی دی او خلک له یوه بل سره د فاصلې د مراعاتولو په برخه کې مشکل لري ماسک دې وتړي.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی د جمعې په ورځ یو وار بیا د سیمې په سفر روان شوی دی.
په سروې خپرونه کې مو دا ځل له پېښوره قندی صافۍ سره خبرې کړې دي. قندی صافۍ د (واک) په نوم د پښتنو ښځو د حقونو او پوهاوي په مقصد جوړ د یو تحریک غړې ده. قندي صافۍ وايي، په خلکو کې پوهاوي پیدا کول یې هدف دې او دې لپاره به خپل کوښښونه جاري ساتي. د خپرونې کوربنه ملیحه امیرزاده ده.
ّپه امریکا کې ځینې مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي، خو د مظاهرو بله څېره د مظاهره چیانو او پولیسو پرمنځ پیوستون او یووالی ښيي. مظاهرې د یوه سپین پوستي پولیس په توقیف کې د یوه تورپوستي تر مړینې وروسته پیل شوې. مظاهره چیان د هغه څه پرضد سړکونو ته راوتلي چې دوی یې په ټولنه کې «سیسټماتیک تبعیض» ګڼي.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هیله څرګنده کړه چې د نوموړي ټاکنه به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په رغولو کې مرسته وکړي.
د هېواد د حکومتي ویبپاڼې له وینا سره سم، د جون د شپږمې تر سهاره، د کورونا وايرس له کبله ۱۹۳۵کسان مړه شوي خو له ۳۲ زرو زيات کسان بیرته روغ شوي هم دي.
د کونړ امنیه قومندان وایي، په غازي اباد ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې له ۲۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کونړ امنیه قومندان ډګروال محمد یوسف مظلوم یار د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو د غازي اباد ولسوالۍ اړوند په امنیتې پوستو برید کړی و چې د سخت مقاومت سره مخ شوي او په کې له ۲۰ زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه زیاته کړه: "جګړه نن سهار ۷ بجې پيل شوه ،خو د دښمن د برید ټول معلومات موږ ته رارسېدلي وو، نو ځکه په غازي... Читать дальше...
په پېښور کې د مدني فعالانو یوې ډلې په انلاین بڼه د پېښور ژوبڼ خلاف یو درخواست جمع کړی دی په راتلونکو څو ورځو کې عدالت ته هم ځي.
د پروان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال د پروان د زردالو د محصولاتو کچه به نږدې ۲۳ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه وي. د پروان ولایت د کرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد نن ازادي راډیو ته وویل، دا وړاندوینه د پروان لایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د کلنيو معلوماتو پر بنسټ تر سره کېږي. د نوموړي په خبره، دا مهال په دغه ولایت کې د زردالو دوه زره او ۲۹۸ هکټار بڼونه موجود دي. د پروان ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د زردالو څلور زره او ۵۰۰ نوي بڼونه جوړ شوي دي، پنځه... Читать дальше...
د افغاني محصولاتو انلاين نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو . د دغه نندارتون له لارې افغاني محصولات د انټرنېټ له لارې سوداګرو ته معرفي کېږي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا وايي، دغه نندارتون د کورنيو توليداتو او محصولاتو د ودې او بازار موندنې په مقصد په کابل کې جوړ شوی. نوموړي وویل چې، په دغه درې ورځني نندارتون کې يوولسو شرکتونو د غاليو، زعفرانو، لاسي صنايعو، د وچو او تازه ميوو، طبي بوټو، حبوباتو او سبو په ګډون خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي. دوی وایي، هڅه کوي چې افغاني توکو لپاره مناسب بازار پیدا کړي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости