Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2022

Новости за 09.05.2022

کندهار کې د شاتو مچیو ۵۰ سلنه فارمونه له منځه تللي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د شاتو د مچيو ۵۰ سلنه فارمونه له منځه تللي دي. په کندهار کې د شاتو مچیو د فارمونو ټولنه وايي، د وروستيو جګړو او د طالبانو حکومت د نه پاملرنې له امله پنځوس سلنه د مچیو فارمونه له منځه تللي دي. فارم لرونکي د حکومت څخه د اسانتیاو د رامنځته کېدو او د مچیو د ساتنې په برخه کې د مسلکي کسانو د روزنې غوښتنه کوي. د راپور نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

یو شمېر افغانان پر نجونو د فحشا د تورونو پورې کولو اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان وايي له یوې خوا د طالبانو د حکومت له لوري له شپږمو ټولګیو د پورته نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د تړل کېدو د پرېکړې دوام او له بل لوري په ټلوېزیوني بحثونو کې ظاهرا د طالبانو د ملاتړو له لوري پر افغان نجونو د فحشا د تورونو پورې کولو دوی سخت اندېښمن کړي دي. د عبدالغفار کامیاب په نوم یو کس چې ظاهراً د طالبانو ملاتړی بلل کېږي، څه موده مخکې يې په یو تلوېزیوني بحث کې تور پورې کړ، چې د تېر حکومت پر مهال د ښوونځیو اتیا سلنه نجونو د ټابیلټ کا په نوم نشه راوړونکې ټابلیټ کارول. که څه هم د... Читать дальше...

مقاومت جبهې په بغلان کې طالبانو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې ادعا کړې، چې د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ په دوو سیمو کې یې طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده. د دې جبهې ویاند صبغت الله احمدي پرون په ټویټر کې لیکلي، چې د اندراب په پل حصار او قاسان سیمو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي. تر اوسه خپلواکو سرچینو دغه خبر نه دی تایید کړی. طالبانو په سمدستي توګه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د مقاومت د جبهې له ځواکونو سره په نښتو کې خپلو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره رد کړې ده.



طالبان: له ایرانه سلګونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

نږدې شپږ سوه افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي. دا خبره د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون کړې. په پرونیو راستانه شویو افغانانو کې ۱۶ کورنۍ شاملې دي او ۵۷ کسان په زور خپل هېواد ته استول شوي. د طالبانو چارواکو ویلي، چې دا راستانه شوي افغانان یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې آی او ام ته معرفي کړي څو لازمی مرستې ورسره وشي. ایراني چارواکو ادعا کړې، چې د طالبانو په بیا واکمنېدو د ورځې تر پنځه زره افغانان دغه هېواد ته ننوتلي. د راپورونو په اساس ایران بېرته تر... Читать дальше...

طالبان: د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه پېښېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن پرون د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټر باندې د لیدنې جزییات او عکسونه خپاره کړي. بلخي لیکلي: "ښاغلي نیکلاسن د اقتصادي وضعيت د پياوړتيا، ښوونې او روزنې، خلکو ته د کار د خوندي فُرصتونو د برابرولو په اړه د هڅو د دوام او امنيتي مسايلو په اړه خپل نظريات شريک کړل. همداراز يې ټينګار وکړ چې د ټولو ستونزو د هواري يوازېنۍ لاره د خبرو اترو په ادامې... Читать дальше...

په ماریوپول کې اوکرایني جنګیالیو د ژوند تر پایه د مبارزې ټټر وهلی

Pa.azadiradio.com 

د ماریوپول د ازوستال د فولادو په فابریکه کې ایسارو اوکرایني جنګیالیو هوډ ښودلی چې تر پایه به مبارزه وکړي. د اوکرایني ځواکونو یوه قومندان سیاتوسلاو پالمار یوه انلاین کنفرانس ته ویلي، چې د ژوند تر پایه به جنګېږي څو روسي اشغالګر ځواکونه په شا وتمبوي. د راپورونو په اساس په ازوستال فابریکه کې تر دوو زرو اوکرایني جنګیالي او ملکیان ایسار دي. که څه هم روسیې د دریو ورځو لپاره اوربند منلی وو خو ویل کېږي، چې پابندي نه ورته لري او لا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

خوست کې د کرکټ سیالۍ؛ ګڼ نندارچیان د لوبو له ترسراوي خوښ دي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د زرغون افغانستان په نوم د کرکټ یو ورځنۍ لوبې پيل شوي چې ګڼ خلک یې لیدو ته ورځي. د خوست د کرکټ لوبغالی د زرغون افغانستان د جام کوربه دی. د زرغون افغانستان د کرکټ جام د خوست په لوبغالي کې د مې له اتمې پيل او تر شلمې دوام کوي. د ملي ټیم ځینې مشهوره لوبغاړي شهزاد محمدي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، حشمت الله شهیدي او رحمت شاه زرمتی په دریو ټیمونو پامیر، میوند او هندوکش کې له نورو ځوانو لوبغاړو سره په ګډه دې لوبو کې حضور لري. د لوبې د لیدو لپاره ګڼ ننداره چیان د خوست لوبغالي ته ورغلي وو او ټولو یې د لوبو له ترسراوي خوښي وښوده.

د امریکا لومړۍ مېرمن: اوکراین کې د روسیې وحشیانه جګړه باید ودرول شي

Pa.azadiradio.com 

د متحده ایالاتو لومړۍ مېرمن، جیل بایډن، د می په اتمه د یکشنبې په ورځ په یو ناڅاپي سفر اوکراین ته لاړه او هلته یې د اوکراین له لومړۍ مېرمن اولینا زیلینسکا سره وکتل. د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر مېرمن جېل بایډن پر اوکرایین د روسیې یرغل "وحشیانه" وباله او د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه. لومړۍ مېرمن جېل بایډن پرون په یوه ناڅاپي سفر د اوکرایین په یوه لویدیځ سرحدي ښارګوټي اوژهورود کې د اوکراین د ولسمشر له مېرمنې اولینا زیلینسکا سره ولیدل. مېرمن بایډن زیاته کړه: "ما فکر وکړ چې دا... Читать дальше...

پر افغان شیعه ګانو د شویو بریدونو په اړه د څېړنو غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو خاص راپورتر نیوکه کړې، چې د طالبانو په واکمني کې پر شیعه ګانو او هزاره ګانو د شویو بریدونو په تړاو مناسب ځواب نه دی ویل شوی. د کابل لویدیځ د ګڼو خونړیو بریدونو شاهد دی خو د سیدالشهدا پر ښوونځي برید ځکه ډېر پراخ غبرګونونه وپارول چې قربانیان یې اکثر د ښوونځي وړې نجونې زده کوونکې وې. د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو خاص راپورتر ریچارډ بنېټ پرون د دې غمیزې د لومړي تلین په پوره کېدو باندې یو لړ ټوېټونه کړي چې په کې یې پر شیعه او هزاره اقلیت د بریدونو په دوام ژوره خواشیني ښودلې. Читать дальше...

نړیوال سازمانونه پر افغان ښځو د حجاب جبري کول د بشري قوانینو خلاف بولي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې  نړیوال سازمان وايي، د طالبانو حکومت له ټولنې څخه د ښځو د رول د بشپړ ورکولو په لټه کې دی. په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د نوي فرمان په تړاو غبرګونونه دوام لري. د بخښنې نړیوال سازمان امنیسټي انټرنېشنل وايي، د اجباري حجاب په اړه د طالبانو فرمان او له کوره د ښځو د وتلو په سر بندیز د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کار دی. د دې سازمان د جنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د خپلو پخوانیو ژمنو خلاف عمل کوي. هغه وايي: "له... Читать дальше...



Москва

Вендор технологических решений DатаРу перешел на сервис кадрового ЭДО от HRlink


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал об уникальных составах, которые поедут по БКЛ в эти выходные



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анна Нетребко

Похудевшая Нетребко отдыхает в Дубае с молодым парнем




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Росгвардии стартовал чемпионат по боксу "Кубок Победы"

Кто создает «креативный код» страны?

Люберчане стали серебряными призерами всероссийского турнира «Быстрый прорыв»


Уимблдон

«Подача на победу на Уимблдоне». Гвардиола – о заключительном туре АПЛ



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин сообщил об увеличении числа резидентов ОЭЗ «Технополис «Москва»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России