Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2022

Новости за 10.12.2022

ځینې هنرمندان او سندرغاړي: طالبانو د خوښیو پروګرامونو ته له تګ منع او وګواښلو

Pa.azadiradio.com 

هغه هنرمندان او سندرغاړي چې په افغانستان کې پاتې ادعا کوي چې طالبانو ګواښلي او ویلي دي ورته چې نور دې د خوښیو پروګرامونو ته سندرو ویلو لپاره نه ځي. دوی ادعا کوي چې د طالبانو له خوا پر فعالیتونو یې محدویتونه وضع شوي دي. طالبان په ټول افغانستان کې موسیقي منع اعلان کړې ده. طالبانو په خپله لومړۍ دوره کې هم په موسیقۍ بندیز لګولی و اوس هم د دوی تر واکمنۍ لاندې په ملي تلوېزیون کې موسیقي نه خپرېږي. سره له دې چې طالبانو په ودونو کې د موسیقي د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو ځينې سندرغاړي ادعا کوي... Читать дальше...

هارون باچا: موږ د قمرګلې له سندرو الهام اخیستی دی

Pa.azadiradio.com 

د پښتو ژبې نومیالی سندرغاړی هارون باچا وايي، د پښتو د اوسني نسل زیاترو سندرغاړو د قمرګلې له سندرو الهام اخیستی دی. د ده په وینا د قمرګلې سندرې به کله هم زړې او له خلکو هېرې نه شي. قمر ګله چې يوه نوموتې افغان سندرغاړې وه، تېره ورځ په کاناډا کې د اويا کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د نوي میلادي کال رانږدې کېدل؛ د کرسمس د ونو د پېر او پلور تود کاروبار پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میلیونونه کسان د نوي میلادي کال په دُرشل کې د کرسمس ونې اخلي. د یوه کلتوري او مذهبي دود په توګه په اروپا، امریکا او د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې میلیونونه کسان د کرسمس په دُرشل کې د خپلو کورونو لپاره وړې ونې اخلي او ډیزانوي یې. لومړی د بالتیک سمندرګي په غاړه پرتو هېوادونو لکه ایستونیا او لاتویا د کرسمس د ونو د لګولو او کارولو دود پيل کړ وروسته بیا په نورو اروپايي هېوادونو کې هم خلک د دې ونو د اخیستلو او ډیزاین لېواله شول. د کرسمس ونې اروپایان او نور خلک د حضرت عیسی د میلاد... Читать дальше...



د کیشان غبرګې سلیزې هندوستان ته لوی بری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان او بنګله دېش ترمنځ د درې یو ورځنیو سياليو په وروستۍ لوبه کې د ایشان کیشان د غبرګې سلیزې پر مټ هند لوی بری ترلاسه کړ. هندوستان په دې لوبه کې د ټپ له امله لوبډلمشر روحیت شرما له ځانه سره نه درلود او د لوبډلمشرۍ چارې کیل راهول پر مخ وړلې. هند لومړۍ توپ وهنه وکړه چې دا ځل یې توپ وهونکو د تېرو دوو لوبو برخلاف بریدیزه لوبه ترسره کړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې ۸ لوبغاړي وسوځېدل او ۴۰۹ منډې یې وکړې. د هندوستان لپاره تازه دمي پیلیز لوبغاړي ایشان کیشان تاریخ جوړ کړ او د څلورم هندوستاني... Читать дальше...

'د سکروټو په ورکولو ځان ته ارامښت او بې وزلو ته تودوخه وبخښئ' په نوم کمپاین پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر رضاکاره ځوانانو 'د سکروټو په ورکولو ځان ته ارامښت او بې وزلو ته تودوخه وبخښئ' په نوم یو تازه کمپاین پیل کړی. د شپږو ماشومانو مور ناهید د خپل کور د ګرمولو لپاره د د ډبرو سکرو د اخیستلو لپاره د دغو رضاکاره ځوانانو دفتر ته ورغلې. هغه وايي، خاوند يې له دوو کلونو راهيسې ورک دى او هېڅ مالي ملاتړی نه لري. ناهيد شکایت کوي چې دې او نورو اړمنو کورنيو سره مرسته نه ده شوې. هغې زیاته کړه: "زما ماشومان د ډوډۍ د نه لرلو له امله مري، هېڅ هم نه لرو. مېړه مې له دوو کلونو راهيسې ورک دى. دولت داران باید... Читать дальше...

د افغانستان د نامتو سندرغاړې مېرمن 'قمرګل' مړینه لویه ضایع وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مشهوره پښتنه سندرغاړې قمرګله د ډسمبر په ۹مه د کاناډا په ټورنټو ښار کې مړه شوه. د هغې زوی ایمل زاخېل ازادي راډیو ته وویل چې مور یې د سرطان ناروغي درلوده او په وروستیو کې یې روغتیايي حالت ښه نه و. مېرمن قمرګل د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي. خاطر پردېس په دې راپور کې د هغې ژوند ته کتنه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

د خوست په تڼو کې ورزشي میله جوړه شوه

Mashaalradio.com 

په تڼیو کې د ډېسېمبر پر نهمه جوړه شوې دې ورزشي میله کې د ځوانانو لخوا د نیزه وهنې، خوسۍ، چارمغز ګټلو، تېږه اچونې، کبړي، موټرسایکل ځغلونې او د اوسني عصر یو شمېر رزمي لوبې ترسره شوې.

افغانستان کې نجونو له ۱۲م ټولګي د فراغت ازموينې ورکړې دي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې له څه باندې يو کال راهیسې د نجونو تر شپږم ټولګي ښوونځي تړل شوي خو د هغه هېواد د نورو برخو په څېر په کابل کې هم د ډېسېمبر پر څلورمه يوشمېر نجونو له ۱۲م ټولګي څخه د فراغت په ازموينه کې برخه واخیسته. ځينو نجونو ويل چې ازموينه ځکه ورته ګرانه وه چې لومړی يې د کورونا وایرس جهاني وبا له کبله درسونه اغېزمن شول او بيا د ۲۰۲۱ز کال له اګست مياشتې راهيسې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې ښوونځي تړل شوي دي. په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.



د عربستان او چین مشران: افغانستان دې د ترهګرو او  تُندلارو په امن ځاله نه اوړي

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان او چین مشرانو ویلي باید ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان بیا د ترهګرو په امن ځاله وانه وړي. د خلیج د همکاریو شورا د سرمشریزې په اعلامیه کې د افغانستان د اړوندو مسایلو له هغې ډلې امنیت او ثبات او بشري حقونو باندې یادونه شوې. دا سرمشریزه پرون په ریاض کې ترسره شوه. د خلیج د همکاریو د شورا د غړو هېوادونو سربېره د چین ولسمشر شي جین پنګ هم په کې ګډون کړی و. د شورا مشرانو د انرژۍ، اقتصاد، د همکاریو د پراختیا سربېره د سیمې او ترهګرۍ اړوند ځینې مساییل یاد کړل چې افغانستان یې یوه مهمه برخه جوړوله. Читать дальше...

د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ یوناما: طالبان دې د نړیوالو اعلامیو درناوی وکړي

Pa.azadiradio.com 

نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځ ده او په دې تړاو په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر افغانستان له واکمنو طالبانو غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې درناوی وکړي. یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي دا هغه مهم سند دی چې د بشر اساسي حقونه او ازادۍ ټاکي او افغانستان هم لاسلیک کړی چې باید درناوی یې وکړي. سږکال د بشري حقونو نړیواله ورځ د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له ۷۵ کلیزې سره برابره ده. یوناما پر افغانستان له واکمنو طالبانو بشري حقونو ته د درناوي... Читать дальше...

سپینه ماڼۍ: روسیې ایران سره د پرمختللو وسلو مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ پر روسیې تور لګولی چې ایران ته یې د هوایي مدافعې د سیسټمونو، هلیکپوپټرو او د جنګي جت الوتکو په ګډون د پرمختللو وسلو مرسته ورکړې ده. دا د روسیې او ایران ترمنځ د پراخېدونکې همکارۍ یوه برخه ده چې په ترڅ کې یې تهران مسکو ته د اوکراین د جګړې لپاره ډرونونه ورکوي.  روسیې د اوکراین پرښارونو په هوایي حملو کې له دغو ډرونونو کار اخیستی دی. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي بېګا په یوه خبري غونډه کې د امریکا د استخباراتو ارزونې ته اشاره وکړه چې وایي په بېساري کچه پوځي او تخنیکي... Читать дальше...

اردوغان د اوکراین د غلو صادرولو په اړه له پوتین او زیلینسکي سره غږېږي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون جمعه وویل، د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو د صادرولو په اړه به سبا یکشنبه د روسیې او اوکراین له مشرانو سره خبرې وکړي. په دې اړه د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړتوب موافقه شوې وه او وروسته له دې چې په نومبر کې یې موده پوره شوه، د نورو څلورو میاشتو لپاره تمدید شوه. اوکراین او روسیې په بېلابېلو دلایلو د دې موافقې د بشپړه نه اجرا کېدو له کبله شکایتونه کړي دي. د موافقې له مخې، د اوکراین پر غلو بار بېړۍ به په تور سمندرګي کې له ټاکل شویو... Читать дальше...

نومیالۍ سندرغاړې قمر ګله مړه شوه

Mashaalradio.com 

نوموړې د خپل هنري ژوند په دې اوږد سفر کې د محمد ظاهرشاه، سردار داود خان، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله د حکومتونو پر مهال د سندرو ویلو له امله بېلا بېل مډالونه ترلاسه کړي وو.

ځونیخېلو کې له اېف سي سرتېري سر پرې کول څه پیغام ورکوي؟

Mashaalradio.com 

د ځونیخېلو د تاڼې یوه چارواکي د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د اېف سي سرتېری رحمان زمان په چوټیو (رخصتیو) کور ته تللی وو. ده د موضوع حساسیت له وجې له نوم ښوولو ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې وسلوالو د زمان سر د ځونيخېلو په بچکي سیمه کې له یوې ونې وځړاوه.

یوناما: طالبان دې د کرامت او بشري حقونو له اړخه اوسنی ناورین پای ته ورسوي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې سره سم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولي وايي، د افغانانو بنسټیز بشري حقونو او ازادۍ زیان لیدلی. د ډسمبر لسمه، د بشري حقونو نړیواله ورځ او د افغانانو د بشري حقونو د نه خوندیتوب له امله؛ له طالبانو د نړیوالو غوښتنې! په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي ماموریت وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو اوسنی ناوړه وضعیت، اقتصادي او بشري ناورین ته لار پرانېزي. یوناما نن د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، اوسمهال د افغانانو... Читать дальше...

د افغانستان پخوانۍ ښځېنه سرتېرې له سختو مالي مسلو سره مخ دي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په پخواني حکومت کې کارکونکې ښځې وایي د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته بې روزګاره شوې دي. په دغو کې د پخواني پوځ ښځینه کارکونکې وایي هیڅوک ورته کار نه ورکوي او د سختو مالي مسلو سره مخ شوې دي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیويي راپور کې وګورئ.

افغان کرکټ بورډ د ځوانانو لوبډله جوړوي؛ په کومو معیارونو کسان غوره کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کرکټ بورډ ادارې یو وار بیا د نومبر میاشتې په ۲۴مه نېټه تر نولسو کلنو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې د جوړښت په پار د ازموینو اخیستلو نېټې اعلان کړي دي. کرکټ بورډ د دې ازموینو له مخې تر دې دمه د بندامیر، امو او بوست لوبډلو له لوبغاړو ازموينې اخیستې دي او د پلان له مخې به د ډسمبر میاشتې په دولسمه او دیارلسمه نېټه له مس عینک او د همدې میاشتې په پینځلسمه او شپاړلسمه نېټه د سپین غر زون له لوبغاړو هم ازموينې واخلي. کرکټ بورډ ویلي دي چې دا ځل یې د حقدارو لوبغاړو د غوره کولو او پروسې لا شفافیت... Читать дальше...

له بندیزونو سره مخ هېوادونو ته د بشري مرستو رسولو اجازه ورکړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر ماښام هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې هېوادونو ته له خنډ پرته بشري مرستو ته اجازه ورکوي. د پرېکړه لیک په متن کې ویل شوي چې د بسپنې وېشلو، اقتصادي سرچینو یا د اړتیاوړ توکو او خدمتونو ته اجازه ورکول کېږي څو دا مسئله یقیني شي چې بشري مرستې په خپل وخت ورسېږي او دا له هغو شتمنیو څخه سرغړونه نه ده چې دې شورا کنګل کړي دي. دغه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو د ادارو او همدارنګه د بشرپالنې په چاره کې ښکېلو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سازمانونو ته د اعتبار وړ دی. Читать дальше...

په کندهار کې د پنبې د پروسس یوه فابریکه فعاله شوې

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د پنبې د پروسس یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ، خو مسوولان او کارکوونکې یې د برښنا د کموالي شکایت کوي. پر دې فابریکه شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په اته ساعته کې به ۳۲ ټنه پنبه پروسس کړي. په عین وخت کې د کندهار د صنعت او معادن خونه وايي، که منظمه برښنا ولري نو د تولیداتو کچه به لوړه کړي. دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په کندهار کې له ۲۵۰ فابریکو څخه ۱۳۰ فابریکې د برښنا او نورو ستونزو له امله تړلي دي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:


Музыкальные новости
Анастасия Ивлеева

Анастасия Ивлеева удалила из Instagram все фотографии и видеоролики





Rss.plus
Арцах

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы




Стало известно, сколько придется потратить жителю Подмосковья на продукты для кулича

Ритм Москвы

Полиция раскрыла убийство девушки в Петербурге 19-летней давности

Врач-диетолог Подмосковья призвала родителей не давать детям фруктовые соки




د بشري حقونو څار سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی او په تېر یو کال کې د طالبانو جدي او له سپکاوي ډکو محدودیتونو له ځنډ پرته دوام کړی دی. د ډسمبر ۱۰مه، د بشري حقونو نړیواله ورځ یو ځل بیا داسې مهال رارسېدلې چې د بشري حقونو سازمانونه او فعالان د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بشري حقونو د جدي سرغړونې په دوام تورنوي. د بشري حقونو څار سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی او د طالبانو جدي او له سپکاوي ډک محدودیتونه له ځنډ پرته دوام لري. د دغه سازمان... Читать дальше...

افغان کرکټ بورډ د ځوانانو لوبډله جوړوي

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ بورډ تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو لوبډله جوړوي. په ۲۰۱۸ زېږدیز کال د مالیزیا په کولالمپور ښار کې په لومړي ځل تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو لوبډلې اتلولۍ خپله کړې وه او افغانستان د اسيا جام سیالیو په پایلوبه کې د پاکستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړې وه. د افغانستان کرکټ بورډ د نومبر میاشتې په ۲۴مه نېټه تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې د جوړښت په پار د ازموینو اخستلو نېټې اعلان کړې. د دې ازموینو له مخې تر دې دمه د بند امیر، امو او بوست لوبډلو له لوبغاړو ازموينې اخستې دي او د... Читать дальше...

د فوټبال نړیوال جام؛ ارجنټاین او کرویشیا نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړه

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیاليو د کوارټرفاینل په دوو لوبو کې کرویشیا برازیل ته ماتې ورکړه او ارجنټاین بیا هالنډ له نړیوال جام رخصت کړ. د کرویشیا او برازیل لوبه تر پایه ۱ـ۱ مساوي مخ ته لاړه، چې په پینالټي شوټونو کې کرویشیا یو ځل بیا برلاسې شوه او دا ځل یې د ټورنمنټ تر ټولو مخکښه لوبډله برازیل ته ماتې ورکړه. کرویشیا په پینالټي شوټونو کې څلور ګلونه ووهل او د برازیلي لوبغاړو یو مهم شوټ خطا لاړ او د کروشیا ګول کيپر یې یو شوټ له ګول څخه را وګرځاوه. کرویشیا لومړۍ لوبډله شوه چې په قطر کې د ۲۰۲۲ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لار پيدا کوي. Читать дальше...

ولکر ټرک طالبانو ته: د اعدامونو د حکمونو تطبیق بند کړئ

Pa.azadiradio.com 

نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده. د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر د دې ورځې په مناسبت د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د مجرمانو لپاره د اعدامونو حکمونه بند کړي. ولکر ټرک پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د دې ډول حکمونو تطبیق د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې څخه چې افغانستان هم لاسلیک کړې ده، سرغړونه ده. ټرک زیاتوي: "د طالبانو د سرپرست حکومت له مشرانو غواړم چې د راتلونکو اعدامونو په برخه کې قانوني مهلت په پام کې ونیسي او د اعدام حکم لغو کړي." هغه په عام محضر کې د دُرو وهلو د بندېدو غوښتنه هم وکړه. Читать дальше...

اوچا په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۲۵ میلیون افغانانو ته بشري مرستې رسولي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې شاوخوا ۲۵ میلیون افغانانو ته بشري مرستې رسولي دي. اوچا پرون پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل چې د سږني کال په ترڅ کې یې د بشري مرستو د رسولو عملیات د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې ترسره کړي دي. دې ادارې همداراز ویلي چې خیریه ټولنې له مرستندویو هېوادونو غواړي چې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې وخت ته پام سره برابرې کړي. د ملګرو ملتونو ځینو اړوندو ادارو او د ماشومانو د ملاتړ ټولنې اټکل کړی چې په راروان ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان... Читать дальше...

پاکستان د افغانستان له لارې د ترکمنستان مایع ګاز واردوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د انرژۍ د سرچینو د کمښت له کبله به د ژمي په موسم کې له ترکمنستان څخه مایع ګاز د افغانستان له لارې وارد کړي. د روسیې انټرفکس خبري آژانس پرون د ډسمبر په ۹مه نېټه راپور ورکړ چې د افغانستان د لاریو چلوونکي به د چمن له دروازې د تورغنډۍ تر سرحده تش ټانکرونه لېږدوي او بېرته به د ګاز ټانکرونه چمن ته رسوي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دې هېواد ته د ګاز واردات به ډېر ژر پیل شي، خو په راپورونو کې ویل شوي چې په لنډ مهال او اوږدمهال کې د دې ستونزې د حل لپاره یوکال وخت ته اړتیا شته. Читать дальше...



Москва

Обвалилась кровля На горящем заводе в Москве удалось локализовать огонь


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин рассказал о цифровизации системы здравоохранения



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Филипп Киркоров

Киркоров заявил, что вся страна мечтает жениться на Ольге Бузовой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении


Даниил Медведев

Медведев обыграл Бублика и вышел в четвертьфинал "Мастерса" в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Подмосковье вынесли приговор фигурантам, обокравшим Минобороны на 350 млн руб



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России