په تهران کې کاروباریان وایي چې هلته د مظاهرو او کاربندیزونو له وجې یې کاروبارونو ته خورا تاوانونه رسېدلې دي. دا له هغې وروسته ده چې په ایران کې په سېپټېمبر میاشت کې د مهسا امینې تر مړینې وروسته پراخې مظاهرې پیل شوې دي چې پکې تر اوسه سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
په دې اړه تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر چمن - سپين بولدک څو ځل نښتې شوې. طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتو د پيل پړه پر يو بل اچوي خو ځايي ولس وايي د دې اختلافاتو زور له خلکو ووځي. دوی زیاتوي چې لارې باید ونه تړل شي. کرښې پر غاړه کې پر دې موضوع بحث شوی دی. کوربه یې شاهین بونیری دی.
د هندوستان کرکټ بورډ نن سه شنبه د هغو کورنیو او بهرنیو لوبغاړو نومونه اعلان کړل چې د ډسمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه به پرې بولي ترسره شي.
د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل ادارې په خپل ویبپاڼه خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي دي چې په د دې بولۍ کې به ۴۰۵ لوبغاړي وړاندې شي چې د لسو لوبډلو له لوري به واخیستل شي.
د افغانستان له لوري راشدخان، فضل الحق فاروقي، رحمن الله ګربز او نوراحمد لا له وړاندې خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي دي، چې راشد خان او نوراحمد به له ګجرات، فاروقي به حیدراباد او ګربز به له کلکتې سره ولوبېږي. Читать дальше...
که څه هم ملګري ملتونه وايي چې په پکتیکا کې یې د زلزله ځپلو لپاره د ژمي له راتګ مخکې کورونه جوړ کړي، خو د سیمې اوسېدونکي بیا د سرپناه د نه شتون له امله تر زلزلې د ډېرو تلفاتو د اوښتو خبرداری ورکوي.
د پکتیکا د زلزله ځپلې ګیان ولسوالۍ اوسېدونکې وايي، د هوا له سړېدو سره یې هم د سرپنا غم نه دی خوړل شوی او دوی اوس په خیمو کې ژوند کوي.
دوی وايي، په دې غرنۍ ولسوالۍ کې یې ژوند ورځ تر بلې سختېږي او خلک مجبوره شوي چې له سړې هوا څخه د ځان ساتلو لپاره کندې جوړې کړي او په کې ژوند وکړي.
د پکتیکا د زلزله... Читать дальше...
د رسنیو د ځينو ملاتړو بنسټونو مسوولان او خبریالان په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د بندېدو دوام ته اندېښمن دي.
وروسته له هغې چې 'جمهور خبري اژانس' وتړل شو د رسنیو د یو شمېر ملاتړو بنسټونو چارواکو او خبریالانو په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو تړل کېدو ته اندېښنه وښوده.
یو افغان خبریال چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې خلکو ته د افغانستان له حالاتو اطلاع رسونه او د خپلواکو رسنیو موجودیت په اوسنیو شرایطو کې مهم اصل دی.
هغه وايي: "رښتیا هم... Читать дальше...
په افغانستان کې یو شمېر فعالې ښځې وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو په لرې کولو کې نړیوالو اعلامیو او غندنو کومه اغېزه نه ده کړې.
په افغانستان کې یوه فعاله ښځه چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي چې په تېرو نېږدې شپاړسو مياشتو کې نړيوالې ټولنې، د بشري حقونو بنسټونو او د نړۍ هېوادونو يوازې په افغانستان کې د ښځو د ژوند د وضعيت څارنه کړې او په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره يې بل څه نه دي کړي.
دې زادي راډيو ته وویل، چې نړيوالو غندنې د طالبانو د حکومت په چلند کې يې هېڅ بدلون نه دی راوستی. Читать дальше...
د چین حکومت له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژه له افغانستانه ووځي. د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بین نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت ته په پام ټول چینايي وګړي او موسسې دې سمدستي له افغانستانه ووځي.
په کابل کې پرون د چینایانو پر یو مېلمستون وسله وال برید وشو.
د چین حکومت له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژه له افغانستانه ووځي.
د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بین نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت ته په پام ټول چینايي وګړي او موسسې دې سمدستي له افغانستانه ووځي.
دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې په کابل کې پرون د چینایانو پر یو مېلمستون وسله وال برید وشو. په دې برید کې چې پړه یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې ومنله د ښاغلي وین بین په وینا ۵ چینايي وګړي ټپیان شوي.
ویاند د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د دې برید په اړه هراړخیز... Читать дальше...
په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین په بېلابېلو استقامتونو کې پوځي عملیات پراخ کړي، اوکرایني ځواکونو د دې هېواد په ختیځ کې له روسي پوځیانو سره د لاس ګرېوان جګړه کړې ده.
د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو ستردرستیز نن په یوه بیان کې وویل، روسانو په ختیځ کې په لیمان، بخموت، اودیوکا او زاپوروژیا ښارونو او همداراز په مرکزي سیمو کې هم پر پوځي او هم پر ملکي تاسیساتو ړندې بمبارۍ کړي.
ملګروملتونو ویلي چې له فبروري میاشتې راهیسې پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له پیله لږ تر لږه ۶۷۵۵ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۶۰۰ زیات ملکیان ټپیان شوي دي.
د چین د بهرنیوچارو وزارت د کابل په شهرنو کې په پرونۍ حمله کې د خپلو پنځو وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د دې حملې مسوولیت د اسلامي دولت یا داعش سختدریځې ډلې منلی دی.
د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بین نن په یوه خبري کنفرانس کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د دې برید په اړه هراړخیز تحقیقات وکړي.
نوموړي وويل: "په افغانستان کې د چین سفارت د طالبانو له سرپرست حکومت څخه یولړ واضحې غوښتنې کړي چې د ټپیانو د علاج په برخه کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي، د برید په اړه هراړخیز تحقیقات وکړي، عاملان یې عدالت... Читать дальше...
افغانستان کې وروستيو نا امنيو خلک اندېښمن کړي دي او وايي، چاودنو او بریدونو ترې ارامښت اخیستي.
د کابل ښار اوسېدونکی فروتن وايي، د دوشنبې ورځې برید سخت ویرولی او د طالبانو له حکومت نه د دا ډول پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي.
نوموړی وايي: "د اسلامي امارات په راتګ سره مو تمه دا وه چې چاودنې، بریدونه او د افغانانو د وژنې لړۍ پای ته ورسیږي خو له بده مرغه هرڅه زموږ د تمې خلاف مخ ته ځي، د اسلامي امارات نه مو غوښتنه دا ده چې د افغانانو ژوند او خوندي پاتې کېدو ته جدي پاملرنه وکړي، موږ په هېواد کې ورستیو پېښو... Читать дальше...
د طالبانو حکومت په خپل تشکیل کې د ملي تدارکاتو د کمېسیون د جوړېدلو خبر ورکوي.
په یوه بیان کې چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر ټویټر خپور کړ ویل شوي دي چې، د دې کمېسیون مشري به د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي.
دغه راز مجاهد ويلي دي، د ياد کمېسيون غړي به د مالیې او اقتصاد سرپرست وزیران، د چارو د ادارې لوی رئیس او د هرې پروژې اړوند د سکتوري وزارت سرپرست وي.
تېر جمهوري نظام هم د ملي تدارکاتو کمېسیون درلود چې لوی قراردادونه او د لویو پانګونو پلانونه به یې له غور وروسته تاییدول. Читать дальше...
طالبانو پرون د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي له ودانۍ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټونکي پاچا امانالله خان انځور شوی تصویر پاک کړی دی.
د پکتیا پوهنتون څخه یو شمېر سرچینو د خپل غږ او نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دا پرېکړه داسې مهال شوې چې نن د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم دې پوهنتون ته ورغلی دی.
ازادي راډيو د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت له ویاند ضیاالله هاشمي وپوښتل چې ایا دا پرېکړه د وزارت د رهبرۍ په غوښتنه شوې؟
ښاغلي هاشمي د دې پوښتنې په ځواب کې لیکلي... Читать дальше...
د دغه ولایت کروندګر وايي، سږ کال یې پر زیاته ځمکو ریحان کرلي چې د تېرو کلونو په نسبت يې حاصلات زیات او قیمتونه يې لوړ دي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولان وايي، په دغه ولایت کې پر شاوخوا شل زره جریبه مځکه ریحان کرل کېږي چې ډېره برخه یې بهر ته صادریږي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د فوټبال په نړۍ کې لېونل میسي د الماس په څېر ارزښتمن ګڼل کېږي او نوموړی په ټوله نړۍ کې د زیاتو مینوالو لرلو له امله شهرت لري.
فوټبال څارونکي یې نه تکرارېدونکی ستوری بولي، د دوی په اند چې میسي د فوټبال لوبه په نړۍ کې دومره محبوبه کړه چې نورې ورزشي لوبې به دا سفر په ډېرو کلونو کې طی نه کړي.
که څه هم د فوټبال لوبې تر ډېره پورې په سوداګریزه کچه ترسره کېږي، خو دلته په نړیوالو جامونو کې د میسي د لاسته راوړنو او ریکارډونو په تړاو درته مالومات وړاندې کېږي.
میسي یو له هغو شپږو کسانو څخه دی چې د انتونیو... Читать дальше...
د چین بهرنیوچارو وزارت په کابل کې پر يو مېلمستون حمله کې د خپلو پينځوو وګړيو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
د چین بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بین د دیسمبر پر ۱۳مه په یوه خبري غونډه کې د دغو شمېرو د ورکولو په وخت په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د برید هر اړخيزه څېړنې وکړي.
هغه همداراز وويل چې په افغانستان کې بايد د چينايي وګړو ژوند خوندي شي. "په افغانستان کې د چین سفارت د طالبانو له سرپرست حکومت څخه یولړ واضحې غوښتنې کړي چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي. د برید په اړه هراړخیز تحقیقات دې وشي. Читать дальше...
د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترې د سپين بولدک - چمن د نښتې له امله بخښنه غوښتې ده.
خواجه اصف د ديسمبر پر دولسمه په قامي اسمبلۍ کې د خبرو په وخت وويل چې نښته د دیسمبر پر يوولسمه، هغه وخت پيل شوه کله چې پاکستاني ځواکونو پر پوله د غځيدلي تار د رغولو کار کاوه. د نوموړي په وينا ځايي طالبانو فکر کړی وو چې پاکستانی لوری نوی اغزن تار لګوي او غوښتنه یې کړې وه چې دا مسله دې لومړی د پاکستان او افغانستان د پولې د ادارې په اړه د خبرو لپاره جوړې شوې کمېټه کې د بحث لپاره وړاندې شي. Читать дальше...
په پلازمېنه کابل کې د داعش ډلې تر پروني برید وروسته، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه غندلې او وايي، ښکاري چې وحشیانه تاکتیکونه پهکې کارول شوي دي.
د کابل په شهر نو سيمه کې پر یوه مېلمستون د داعش ډلې له برید چې بهرنیان پهکې مېشت وو، ایمرجنسي روغتون ته، لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۸ ټپیان ور وړل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون د افغانستان په وخت ناوخته رسنیو ته وویل، افغانان له اوږدې مودې راهیسې له تاوتریخوالي سره مخ دي او اوس د طالبانو مسوولیت دی چې مخه یې ونیسي. Читать дальше...
د اسټرالیا کرېکټ بورډ ادارې له لوري د بیګ بیش لیګ شل اوریزو سياليو دولسم پړاو نن پيليږي.
دغه سيالۍ چې د اتو لوبډلو په ګډون پيليږي پر افغانستان سربېره د نورو هېوادونو لوبغاړي هم پهکې برخه لري.
د افغانستان له لوري په دې سيالیو کې راشدخان، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او اظهارالحق نوید په بېلابېلو لوبډلو کې اخيستل شوي دي.
د بیګ بیش سيالۍ په لومړۍ ځل په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې پيل شوې او د هندوستان تر غوره لیګ وروسته د نړۍ په کچه دویم مشهور لیګ بلل کېږي.
افغان لوبغاړی راشد خان په دې سياليو کې د ايډليډ سټرایکرز لپاره لوبيږي. Читать дальше...
د اسلامي دولت یا داعش سختدریځې ډلې د کابل په یوه هوټل کې د پرونۍ حملې مسؤلیت ومانه.
دې ډلې په یوه بیان کې ویلي، د دوی دوو وسلهوالو د هوټل په دروازه کې د هغه ساتونکو ته لاسي بم وغورځاوه او دوه بمونه یې د چینایانو د مېلمستون په سالون کې په داسې حال کې وچاودول چې د مېلمستون چینايي مېلمانه په یوه محفل کې راغونډ شوي وو.
دوی همدا راز ادعا کړې چې یوه وسلهوال یې د طالبانو خوا ته بم واچاوه او بل یې د هوټل د خونو د دروازو د پرانیستلو په خاطر چاودېدونکي مواد والوزول او د مېلمستون په خونو کې یې پر مېلمنو ډزې وکړې. Читать дальше...
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي پاکستاني پوځيانو د یکشنبې په ورځ د دوی پر کورونو د توغندیو او توپچي بريدونه کړي چې له امله یې خلکو ځاني او مالي زیانونه اوښتي.
بلخوا طالب چارواکي وايي لومړی پاکستاني لوري برید کړی چې له امله یې جګړه رامنځته شوه.
نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو د کابل پر یوه مېلمستون د پرونۍ حملې او د سپین بولدک - چمن ترمنځ د نښتې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.
انډیپنډنټ ورځپاڼه:
انډیپنډنټ ورځپاڼه وايي، دوو طالب سرچینو ورته ویلي، په هغه مېلمستون کې، چې پرون پرې ډلهییز برید وشو، یو شمېر بهرنیان مېشت وو.
په لومړنیو راپورونو کې هم راغلي وو چې برید پر هغه هوټل شوی چې عموماً چینايي سوداګر او پانګهوال پهکې اړوي.
د دې برید په نتیجه کې د هوټل له ودانۍ د پورته شویو لوګیو تصویرونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي.
اندیپیندنټ... Читать дальше...
د فوټبال نړیوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه د قطر په لوسیل لوبغالي کې د ارجنټاین او کروویشیا ترمنځ پيليږي.
دغه سيالي چې نن(سه شنبه) د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې پيليږي د اټکل لهمخې به تر نوي زرو پورې خلک لوبغالي ته د نندارې په پار راشي.
ارجنټاین په کوارټرفاینل کې د هالنډ او کروویشیا د برازیل په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته راووتل.
ټاکل شوې ده چې دویمه نیمه پایلوبه به سبا د فرانسې او مراکش ترمنځ ترسره شي.
د دې سیاليو پایلوبه به د ډسمبر میاشتې په اتلسمه نېټه وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اروپا کې مېشت څو کسان او ادارې د نړیوالې ترهګرۍ او تاوتریخوالي ته د لمن وهلو په تور د خپلو بندیزونو په لېسټ کې راوستي.
د ازادې اروپا / فردا راډیو هم په دې بندیزونو کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان کړي راوستل شوې.
په دغو بندیزونو کې: " د ایران د ویزو بندیز او د پورتنیو اشخاصو د ننوتلو ناممکن ګرځول او د ایران د حکومت تر واک لاندې سیمو کې د هغوی د ملکیتونو او شتمنیو ضبطول شامل دي."
د دې عمل په ځواب کې، د ازادې اروپا راډیو عمومي رییس جیمي فلای ویلي چې،... Читать дальше...
د برښنا شرکت وايي د ازبکستان په وارداتي برښنا کې د ستونزو له امله د برښنا پرچاوۍ زیاتې شوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه دولتي شرکت ویاند حکمت الله میوندي په یوه پیغام کې ویلي: "د ازبکستان هېواد څخه چې کومه برښنا کابل ته واردیږي د هغوی د وینا په اساس د دوی د برښنا د تولید په شبکو کې ستونزه رامنځته شوې او نهشي کولای د قرارداد مطابق برښنا موږ ته راوسوي."
میوندي زیاته کړې چې هڅه روانه ده له حرارتي برښنا څخه استفاده زیاته او ستونزې هوارې شي.
د ژمي په درشل کې په کابل او نږدې نورو ولایتونو کې خلک د برښنا له زیاتې پرچاوۍ شکایت لري. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России