Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2022

Новости за 18.12.2022

ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام وګاټه

Pa.azadiradio.com 

ارجنټاین د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فوټبال د نړیوال جام په پایلوبه کې فرانسې ته په پنالټي شوټونو کې ۴ـ۲ ماتې ورکړه او په دې سره یې د درېیم ځل لپاره د نړيوال سياليو د اتلولۍ جام پورته کړ. سيالي د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ د قطر په لوسیل لوبغالي کې پيل شوه او د لوبې ۲۳ دقیقې تېرې شوې وې چې د فرانسې لوبغاړو خطا ترسره کړه چې د پنالټي سبب شوه، د ارجنټاین لوبډلمشر ليونل میسي د پنالټي شوټ ترسره کړ او په ګول یې بدل کړ. میسي او ملګرو یې په ډېر دقت سره لوبه پرمخ بیوله او د پرله پسې هڅو په پایله کې یې د لوبې په ۳۶... Читать дальше...

لیدا: د کوڅه ډبو سپیو له امله په ډاډه زړه نه شم ګرځېدای

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کوڅه ډبو سپیو ډېرېدو چې د داړلو پېښې هم ورسره ډېرې شوي، خلک یې اندېښمن کړي دي. فرهاد هغه ماشوم دی چې په خپلې کوڅې کې سپي داړلی دی. د نوموړي مور وايي، د سپي له داړلو وروسته یې ډېر ژر خپل زوی واکسین کړ. هغې وویل: "کور ته مو چې راوړ، له هغه وروسته مو روغتون ته یوړ، ډاکترانو چې وکوت، ویې ویل باید واکسین ورته وشي او بل روغتون ته یې ولېږلو، په بل روغتون کې یې له موږ ۵ زره افغانۍ واخیستې او واکسین یې ورته وکړ چې درې ورځې وروسته بیا یې هم واکسین کړ، ورپسې مو درې ورځې وروسته د درېیم... Читать дальше...

په کندهار کې مخکېني خبریال 'نصیر میرزايي' ځان وژنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کي د نصیر میرزايي په نوم یوه مخکېني سیمه ییز خبریال نن یکشنبه ځان وژنه کړې ده. د طالبانو د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دغه خبریال نن په خپل کور کې ځان وژنه کړې ده. طالبانو د نوموړي خبریال د ځان وژنې علت کورنۍ ستونزې یادې کړي دي. تراوسه د دې خبریال کورنۍ د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو د دویم ځلي په واکمنۍ سره د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او د رسنیو ملاتړ بنسټونو په وینا چې لسګونه رسنۍ تړل شوي، خبریالان بې... Читать дальше...



سوات کې زده کوونکو ساینسي او هنري شیان نندارې ته وړاندې کړي

Mashaalradio.com 

د ډېسېمبر پر ۱۷مه د سوات په مینګوره کې د یتیمو ماشومانو ادارې د زده کوونکو لپاره یو ورځنی ساینسي او هنري نندارتون جوړ کړی وو. په نندارتون کې زده کوونکو ساینسي او فولکوري شیان وړاندې کړل او په اړه یې معلومات ورکړل. له دې پرته په نندارتون کې زده کوونکو د پښتنو دودیزې جامې اغوستې وې او اتڼ یې هم وکړ. ویډیويي رپورټ.

ملګري ملتونه: ښځې د ټولنیزو ستونزو او ننګونو له امله له جنسي ځورونو سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، هره ورځ ښځې او نجونې د ټولنیزو ستونزو او ننګونو له امله له جنسي ځورونو سره مخ کېږي. یوې مېرمن په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د امنیتي او جنسي ځورونو له امله له خپل بوډا پلار او سپین سرې مور سره اروپا ته قاچاقي سفر پيل کړ. هغه چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، په دې خاطر چې ښځه وه، ډېر کله له جنسي ځورونو سره مخ شوې ده. هغې وویل، له همدې امله یې افغانستان پرېښود، خو د قاچاقي سفر پر مهال هم له ورته ځورونو سره مخ شوې ده. Читать дальше...

د مسي لوی کمیس

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړۍ د وتلي ستوري لیونل مسي مینه والو د هغه په ویاړ یو لوی کمیس جوړ او په ښار کې ځړولی. د مسي او مینه والو لویه هیله یې د نړیوال جام ګټل دي.

ګوتېرېش: افغانستان کې حملې او د طالبانو ضد فعالیتونه زیات شوي دي

Mashaalradio.com 

مشال راډیو په دې اړه د طالبانو د حکومت دریځ معلومولو هڅه وکړه خو ویاندانو یې ځواب و نه وایه. البته طالبانو تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې په ټول افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی دی او د وسلوالو ضد اقدامات کوي.

د سالنګ په تونل کې د اور لګېدنې پېښه؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

پروان کې د طالبانو حکومت مسوولان وايي، په سالنګ کې د اور لګېدنې په پېښه کې د وژل شویو شویو کسانو شمېر شاوخوا ۲۰ کسانو ته رسېدلی دی. دوی د دغې پېښې د ژوبل شویو شمېر هم ۲۰ تنه ښودلی دی. پروان کې د طالبانو حکومت د سیه ییزو مسوولانو په وینا، د دغې پېښې په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او سپین ږیري هم شته. په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد کامران زید ازادي راډیو ته وویل: "لوېدیځه برخه کې ۸ تنه شهیدان شوي، دې برخه کې یو بل کس مازیګر شهید شو او ۱۱ تنه نور نن روغتون ته ولېږدول... Читать дальше...



ځینې افغانان له طالبانو د پاسپورټ ریاست د فعالیت بېرته پیلېدل غواړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي شکایت لري چې د پاسپورټ دفتر له دوو میاشتو د زیاتې مودې راهیسې تړلی او د طالبانو حکومت هېڅ اقدام نه دی کړی. شريفه په کابل کې د پاسپورټ له غوښتونکو څخه ده. هغه وايي، پلان لري چې پاکستان ته د درملنې لپاره لاړه شي، خو د پاسپورټ نه لرلو له امله نه شي تللای. نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د زړه او د وينې د فشار ناروغي لري او ان مخکې له دې چې د پاسپورټ دفتر دروازه وتړل شي دا څو ځلې پاسپورټ ریاست ته تللې وه چې پاسپورټ تر لاسه کړي. هغې زیاته کړه:"زه... Читать дальше...

پېښور کې د هنري زده کړو ښوونځی پرانیستل شو

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د مفکورې په نوم په يو شخصي هنري سکول کې د موسيقي زده کړې پېل شوې دي. د مفکورې منتظم حيات روغانی وايي په راتلونکي کې په ټوله خیبر پښتونخوا کې د مفکورې د خلاصولو اراده لري. مفکورې د هلو ځلو تفصیل د مشال راډيو د خبریال عظمت علي شاه په رپورټ کې وګورئ

عنايت الله خان: ځوانان بايد په سیاسي چارو کې فعاله ونډه ولري

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه کې مو د خيبر پښتونخوا پخوانی صوبايي وزير عنايت الله خان مېلمه کړی دی. نوموړی د بر دير د یوې سیاسي کورنۍ غړی دی چې دوه ځلې صوبايي وزیر پاتې شوی دی. عنايت الله وايي، په ۲۰۱۳ز کال کې یې چې ګوند جماعت اسلامي له تحریک انصاف سره یو ځای په صوبه کې واکمن وو نو دوی د صحت او بلدياتي نظام ښه کولو لپاره ډېر کار وکړ چې ولس ته یې ګټه ورسېده. دی داراز وايي، ځوانان باید ځان ته په ژوند کې ځانونو ته اهداف وټاکي او په سیاسي بهیر کې هم فعاله ونډه ولري. بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.

ایران 'حسن کاظمي قمي' د افغانستان لپاره خپل نوی سفیر وټاکه

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي چې د افغانستان لپاره یې خپل ځانګړی استازی د سفیر په توګه ټاکلی دی. حسن کاظمي قمي وروسته له دې په کابل کې د ایران د نوي سفیر په توګه وګومارل شو چې مخکینی سفیر بهادر امینیان یې هغه ته د یوه منسوب صوتي فایل له افشا کېدو وروسته وروباله. پرون په کابل کې د ایران سفارت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي و چې د بهادر امینیان د کار دوره پای ته رسېدلې او دا مسئله له هغه صوتي فایل سره تړاو نه لري چې په وروستیو ورځو کې افشا شو. دغه سفارت همداراز لیکلي و چې ښاغلی قمي به په کابل کې د ایران د سفارت سرپرستي... Читать дальше...

جنوبي کوریا: شمالي کوریا یو بالستیک توغندی توغولی دی

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا پوځ وايي، شمالي کوریا پرون یکشنبه یو بالستیک توغندی د ختیځ لور ته توغولی دی. د جاپان ایم ایچ کې تلوېزیوني چینل هم د حکومتي چارواکو په قول وویل چې د شمالي کوریا له لوري ویشتل شوی توغندی د جاپان له ځانګړې اقتصادي سیمې دباندې په سمندر کې لوېدلی دی. شمالي کوریا په روان میلادي کال کې د څو قاره ویشتونکو توغندو په شمول ګڼ شمېر بالستیک توغندي ازمویلي دي.

عمران خان وايي د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتوي

Mashaalradio.com 

د وفاقي حکومت د اطلاعاتو وزیرې مريم اورنګزېب د عمران خان تر اعلان وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې "انتخابات به د عمران خان په خوښه نه کېږي." حکومت وايي، تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو ماتولو ته نه پرېږدي.

طالبان: په سالنګ کې د تېرې شپې پېښې له امله ۱۹ تنه مړه شوي او ۳۲ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په کنټرول کې د پروان د والي ویاند سید حکمت الله شمیم رسنیو ته په لېږلي یوه پیغام کې ویلي، په سالنګ کې د تېرې شپې پېښه کې ۱۹ کسان مړه شوي او ۳۲ ټپیان دي. هغه وویل، دا شمېرې وروستي نه دي او ښايي زیاتوالی په کې راشي. په ورته مهال د طالبانو په کنټرول کې د ټولګټو چارو وزارت وايي، په سالنګ تونل کې د تېرې شپې د اورلګېدنې له امله ۱۲ تنه مړه شوي او ۳۷ تنه ټپیان دي. د دې وزارت ویاند حمیدالله مصباح ازادي راډیو ته وویل، اورلګېدنه د تونل دننه د تېلو د یوه ټانکر موټر د چپه کېدو له امله پیل شوه... Читать дальше...

ټېسټ کرکټ؛ اسټرالیا په دویمه ورځ سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په درجه بندۍ کې تر دې دمه اسټرالیا لومړی او سویلي افریقا دویم ځای لري او که ترپایه دا مقامونه له ځانه سره وساتي، نو پایلوبه به هم ترسره کړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ ۳ ټېسټ لوبې ترتیب شوي چې لومړۍ یې اسټرالیا په ۶ ويکټو وګټله. دغه سيالي د ډسمبر په ۱۷مه نېټه پيل شوه او په دویمه ورځ پای ته ورسېده. د سویلې افریقا توپ وهونکو په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۲ منډې وکړې، خو په وروستۍ پاڼۍ کې یې یوازې ۹۹ منډې جوړې کړې. اسټرالیا هم په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۸ منډې جوړې کړې وې، خو د سویلي... Читать дальше...

شاوخوا ۶ میلیونو اوکراینیانو ته بېرته برښنا برابره شوه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د برښنا کارګرو په تېر یوه شپه او ورځ کې شاوخوا شپږو میلیونو کسانو ته بېرته برښنا برابره کړه. د روسیې د بریدونو په وروستۍ لړۍ کې د برښنایي شبکو په ګډون د دې هېواد ډېر بنسټیز تاسیسات زیانمن شوي دي. خو د اوکراین د برښنا کارګر له دمې پرته د ویجاړو شویو برښنایي تاسیساتو په ترمیم لګیا دي. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي بېګا په یوه پيغام کې په دې اړه لا زیات جزییات ورکړل. هغه وویل: "نن ورځ اصلي شی د انرژۍ سکتور دی. د ورځې په اوږدو کې، موږ توانېدلي یو چې نږدې شپږ میلیونه اوکراینیانو ته برښنا بېرته راوړو. Читать дальше...

د ارزګان ځینې کونډې او بې سرپرسته ښځې له طالبانو مرسته غواړي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې کونډې او بې سرپرسته ښځې وايي، که طالبان غواړي عزت يې خوندي کړي نو د دوی ماشومانو لپاره دې د خوړو غم وخوري. په ارزګان ولایت کې اوسمهال زرګونه بې سرپرسته ښځې شتون لري چې ټوله ورځ په ښار کې خیرات ټولوي او یا هم د موسسو د دفترونو مخې ته په دې نیت کېني څو ورسره مرسته وشي. نور نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

ګوټریش: په افغانستان کې جګړې او د طالبانو د مخالفانو فعالیتونه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، په افغانستان کې وسله‌والې نښتې زیاتې شوي او تر خوا یې د طالبانو د مخالفانو فعالیت هم زور موندلی. د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي راپور کې د امنیتي اوضاع څېړنه! انټونیو ګوټریش په خپل درې میاشتني راپور کې لیکلي، په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د اګسټ له ۱۷مې د نومبر تر ۱۳مې پورې ۱۵۷۸ پېښې ثبت شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي. د انټونیو ګوټریش راپور چې د راتلونکې سه‌شنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته وړاندې شي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Бато Багдаев

Бурятия, Россия, Дети, Концерт: Театр кукол Ульгэр в Улан-Удэ представит "Вальс Победы" к празднику





Rss.plus
МХЛ

В СКА рассказали, почему не стали продолжать сотрудничество со «СКА-Карелией» в МХЛ




«Чертова дюжина» - стало известно о командировках Инны Щегловой

В Москве пройдет премьера музыкального интерактивного спектакля "Морси"

Фотовыставка «Россия через объектив, пейзажи» открылась в Болгарии

Жилищные сертификаты выдали переселенцам в Жуковском




د سوی لپاره ځانګړی هوټل جوړ شوی

Mashaalradio.com 

د امريکا په شيکاګو ښار کې د سويانو (خرګوش) لپاره ځانګړی هوټل جوړ کړل شوی دی. د سويانو ساتونکي چې کله پر رخصتی ځي نو خپل سوی ځانګړي هوټل ته ور وسپاري. د رویټرز اژانس ويډيويي راپور وګورئ.

خوست کې د طب زده کوونکي کاري زمینې غواړي

Mashaalradio.com 

په خوست کې د لوړو او نیمه لوړو روغتیايي زده کړو د ادارو ښځینه او نارینه فارغان غوښتنه کوي چې دوی ته دې د کار او زده کړو وړ شرایط برابر شي.ځايي چارواکي د فارغانو غوښتنې پر ځای بولي او وايي دوی به هڅه وکړي چې د طبي زده کړو فارغانو ته په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د کار کولو زمینې برابرې شي. تفصیل د نجیب الله الوخیل په ویډیويي رپورټ کې.

د فوټبال نړیوال جام پایلوبه؛ د ارجنټاین او فرانسې لوبو ته کتنه

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن د ډسمبر۱۸مه د فوټبال نړیوال جام وروستۍ یا پایلوبه د ارجنټاین او فرانسې ترمنځ ترسره شي. دغه سيالي به د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ د قطر په لوسیل لوبغالي کې پيل شي. که هره لوبډله پایلوبه وګټي، نو د درېيم ځل لپاره به د نړیوال جام اتلولي ترلاسه کوي. د فرانسې لوبډلې د تېر ۲۰۱۸ زيږدیز کال نړیوال جام اتلولي هم ګټلې وه، خو ارجنټاین په وروستي ځل په ۱۹۸۶ کال نړیوال جام ګټلی و. د یو بل پر وړاندې د دواړو لوبډلو د لوبو پایلې تر دې دمه فرانسه او ارجنټاین په ۱۲ نړیوالو لوبو کې مخ شوي دي،... Читать дальше...

کرکټ؛ هند د ټېسټ اتلولۍ د نمرو په جدول کې درېيم مقام ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

هندوستان د ټېسټ اتلولۍ د نمرو په جدول کې درېيم مقام ته ورسېد. هندوستان کوربه بنګله دېش ته د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ټېسټ سیالیو د اتلولۍ په پار د پیل شوې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۱۸۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د لوبې په څلورمه ورځ بنګله دېش د هند د ۵۱۳ منډو په تعقیب توپ وهنه پیل کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۲۴ منډې وکړې. د بنګله دېش لپاره په دې پاڼۍ کې ځوان لوبغاړي ذاکر حسن په خپله لومړۍ لوبه کې سلیزه ووهله. هندوستان په خپلې لومړۍ او دویمې پاڼۍ کې په ترتیب سره ۴۰۴ او ۲۵۸ منډې یې کړې وې. Читать дальше...

د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پرمخ وتړل شوه

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه په سالنګ تونل کې د اورلګېدو له امله دغه لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده. د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارواکو تایید کړې چې تېره شپه د سالنګ په تونل کې د اورلګېدنې په پېښه کې لږترلږه یو تن مړ شوی او ۲۵ تنه نور ټپیان دي. د دې ادارې رییس حافظ محمد یعقوب نن ازادي راډیو ته وویل چې مسافرینو ته دغه مرګ ژوبله په تونل کې د تېلو په یوه ټانکر کې د لګېدلي اور لمبو اړولې. هغه ویلي چې د ژغورنې ځواکونو او ګرځنده روغتیایي ټیمونو له جنوبي او شمالي سالنګونو ټپیان روغتون ته لېږدولي، خو ښایي د قربانیانو شمېر زیات شي. Читать дальше...

ټوماس وېسټ: یوناما په افغانستان کې خورا مهم کارونه سرته رسوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د نړیوالې ټولنې په استازیتوب خورا مهم کارونه سرته رسوي. وېسټ نن په یوه ټویټ کې له واشنګټن څخه د یوناما د مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د کتنې د هرکلي ترڅنګ دغه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې یوناما حیاتي بشري مرستې رسوي او عملیات یې همغږي کوي، د بشري حقونو د ودې لپاره کار کوي او په ټول هېواد کې له اړو افغانانو سره په تعامل کې ده. Читать дальше...



Москва

Магнитная буря 2 мая может спровоцировать северное сияние в Москве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал, как нейросети помогают московским врачам лечить



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Константин Кинчев

Лидер "Алисы" Кинчев рассказал, что умерший продюсер Тропилло много сделал для группы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»


ATP

Российский бизнесмен обвинил Алькараса в договорных матчах. Он направил письмо в ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

В Минске одобрен проект соглашения о системе таможенного транзита ЕАЭС



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России