ازاد خبريال فيض الله فيض بخش د طالبانو له بنده خوشې شو
طالبانو په کابل کې ازاد خبریال فیض الله فیض بخش له شاوخوا پنځو میاشتو زندان وروسته له بنده ازاد کړ. د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د دې ګام هرکلی کړی او ترې غوښتې یې دي چې یو بل زنداني خبریال هم، چې دغه مرکز یې نوم نهدی اخیستی، له بنده ازاد کړي. په خبرپاڼه کې نهدي ویل شوي چې فیض بخش د زندان پنځه میاشتې چېرته او تر کومو شرایطو لاندې تېرې کړي. فیض الله فیض بخش د تېر کال د اګست په میاشت کې د کابل په شیرپور سیمه کې د القاعده شبکې د مشر ایمنالظواهري د وژل کېدو له سیمې عکسونه اخیستل چې طالبانو ونیوه. Читать дальше...