د مارچ پر څلورمه په خوست کې د زرغون خوست په نوم درې ورځنی کلتوري جشن پیل شو چې پکې د ولس خلکو ګڼ نیالګي کښېنول. په هغه ولایت کې دا جشن تر هر پسرلي مخکې کېږي او پکې په ځانګړي ډول زیات ځوانان برخه اخلي. د جشن ګډونوالو له اړوندو ادارو څخه د نیالګیو او زرغونو سیمو د ساتلو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د تېرې اوونۍ بارانونو او واورې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د بر دیر ضلعې اوسېدونکي وايي چې د ورښتونو پر مهال چترال ته تلونکې لاره هم تر څه وخت پورې تړل شوې وه. خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې پر سړک اوسمهال پر یو وخت یوازې یو ګاډی تېرېدی شي او هلته لا هم د واورینو کمرونو نړېدو خطر شته. د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره وايي چې اغېزمنو ته یې مرستې رسولې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د خاص ارزګان اوسیدونکی فضل کریم چې د ځایي خلکو په وینا، رواني ناروغي لري؛ یوې ونې ته ختلی و. ویل شوي چې هغه د سیمې چارواکي او قومي مشران له ۲۸ ساعتونو وروسته توانیدلي چې نوموړی بېرته کوزېدو ته قانع کړي. نور جزییات په دې ویډیو کې لیدلی شئ:
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости