د کرکټ نړیوال جام: پاکستان ویسټ انډیز سره لوبیږي
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ په نړیوال جام لوبو کې نن پاکستان او ویسټ انډیز سیالي کوي.
د دوی لوبه د انګلستان په ناتینګهم ښار کې په ځايي وخت په لس نیمو بجو پیلیږي.
پاکستان په تمریني لوبه کې له افغانستانه ماته خوړلې او ویسټ انډیز بیا په خپله تمریني لوبه کې نیوزیلنډ مات کړی دی.
تېره ورځ هم کوربه انګلستان د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام په پیل لوبه کې جنوبي افریقا ته ماته ورکړه.
سبا به د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د اسټرالیا د کرکټ له ملي ټيم سره لوبه وکړي.
د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې دا د افغانستان دوهم حضور دی.
په ۲۰۱۵ میلادي کال کې افغان ټيم په اسټرالیا او نیوزلانډ کې د کرکټ نړیوال جام لوبولی و چې په ټولو لوبو کې یې یوازې سکاټلنډ مات کړی و.