Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2025

Новости за 13.04.2025

هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

ملاهیبت الله پر اعدامونو ټینګار کوي؛ بشري فعالان یې د انساني کرامت سره په ټکر کې بولي. پاکستان افغان کورنۍ ویشلي. اې سي سي کارتونو والا باسي او پي او ار پاتې کوي. اسراییلي ځواکونو په غزه کې الاهلي روغتون بمبار کړی دی. د یو اف سي لوبو نندارې ته ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ملګري یې ورغلي وو. د صفي الله ستانکزي په کوربه توب پاسني خبرونه هایلایټ کې کتلی شئ.

له امریکا د زرګونو افغان کډوال د ایستلو اقدام ګڼ کسان اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

په واشنګټن کې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پر هغه اقدام کلکې نیوکې کړي چې له مخې یې د افغانستان او کامرون د زرګونو اتباعو لپاره د  "لنډمهاله محافظتي استوګنې" یا "ټي‌پي‌اېس پروګرام لغوه کړی دی. کایر" CAIR " په یو بیان کې ویلي چې دغه خلکو د جګړې، ځورنونو او بې ثباتۍ له ویرې متحده ایالاتو ته پناه وړې ده.

شهباز شریف وايي تهران دې سمدستي د ۸ پاکستانیو وګړو په وژنه کې ککړ کسان ونیسي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د صدراعظم دفتر د اپرېل پر ۱۳مه په بیان کې ویلي: "د ایران حکومت باید سمدستي" په وژنو کې "ککړ کسان ونیسي، هغوی ته سخته سزاورکول باوري کړي او د دې ظالمانه کار تر شا وجوهات په ډاګه کړي."

ملاهیبت الله پر اعدامونو ټینګار کوي؛ بشري فعالان یې د انساني کرامت سره په ټکر کې بولي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا ورستیو اعدامونو ته تر پراخو نړیوالو غبرګونونو ورسته د طالبانو مشر ملا هبت الله د ده په خبره قصاص د شریعت یو امر بللی او پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی. د طالبانو حکومت د اپریل په لسمه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۴ کسان په عام محضر کې اعدام کړل چې دغه چاره د ملګرو ملتونو د سازمان په ګډون د نړیوالو له خوا وغندل شوې او پراخ غبرګونونه ورته وښودل شول.

د اوکراین پر سومي ښار د روسیې په برید کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده

Mashaalradio.com 

اوکرایني چارواکي وايي، پر سومي ښار د روسیې د توغندیو په برید کې لږ تر لږ ۳۲ تنه وژل شوي دي.د اوکراین د بیړنیو خدماتو چارو ادارې د اپرېل پر ۱۳مه د مرګژوبلې لوړېدو خبر ورکړ. تر دې مخکې ځايي چارواکو د وژل شویو شمېر ۲۱ یاد کړی وو. په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي. چارواکي وايي، په حمله کې د ۱۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۴ تنه ژوبل شوي دي. د سومي سیمې پوځي انتظامیې د اپرېل پر ۱۳مه وویل چې روسیو ځواکونو د هغه وړوکي ښار پر مرکز دوه بیلېسټېک توغندي ویشتلي دي. هغه وړوکی ښار د اوکراین په شمال کې د روسیې پولې ته نېږدې پروت دی. Читать дальше...

د څلورو کسانو د اعدام په تړاو د بشري حقونو د مدافع سازمانونو کلکو نیوکو د طالبانو غبرګون پارولی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د اعدام پر عملي کېدو ټینګار کړی. د طالبانو سترې محکمې هم د اعدام په اړه نیوکې عجیبې او غیر منصفانه بللې. د طالبانو حکومت د اپریل په باغیس، نیمروز او فراه کې ۴ کسان په عام محضر کې اعدام کړل. د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا اعدام له انساني کرامت سره ټکر بللی. ریچارډ بنېټ هم دا اعدامونه غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې اعدامونه او نورې بدني سزاوې سمدستي بندې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ازادو مبارزو د لوبو ځانګړی مېلمه وو

Pa.azadiradio.com 

د یو اف سي په نوم د ازادو مبارزو تر ټولو معتبره سازمان بېګا د امریکا په میامي ښار کې د اتلولۍ په څو کمربندونو لوبې برابرې کړې وې. ډونالډ ټرمپ چې د یو اف سي له مشر ډانا وایټ سره کلک ملګری دی دغو لوبو ته ورغلی وو او ګڼو خلکو یې هرکلی وکړ. په بیګانیو لوبو کې اسټرالیايي لوبغاړي الکساندر ولکنوفسکي خپل سیال ډیګو لوپیز مات کړ او اتلولۍ ته ورسېد. انګریز پدي پمبلټ هم بل مشهوره لوبغاړی مایکل چندلر ناک اوټ کړ او اتل شو. په بله مهمه لوبه کې هم د نیمه درانه وزن مشهوره لوبغاړي دومینیک ریس نیکیتا کریلوو ناک اوټ کړ.

اسراییلي ځواکونو نن تر لمر خاته مخکې په غزه ښار کې پر الاهلي روغتون برید کړی

Pa.azadiradio.com 

د غزې روغتیا وزارت ویلي ګڼ ناروغان وایستل شول خو یو د ودانۍ د تخلیې پر مهال مړ شو. د اسراییلو دفاع وزیر په غزه تړانګه کې د عملیاتو د پراخولو خبرداری ورکړی. اسراییلي پوځ ادعا کړې چې د عملیاتو د پراخولو هدف د حماس ختمول او د ټولو یرغملو خلاصون دی. حماس چې د امریکا او اروپا له خوا ترهګر ګڼل کېږي په عین حال کې د اوربند هوکړه د پرمختګ په حال کې بللې.



شهباز شریف: تهران دې سمدستي په سیستان بلوچستان کې د ۸ پاکستانیو وګړو په وژنه کې ککړ کسان ونیسي

Mashaalradio.com 

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د وزیراعظم دفتر د اپرېل پر ۱۳مه په بیان کې ویلي: "د ایران حکومت باید سمدستي" په وژنو کې "ککړ کسان ونیسي، هغوی ته سخته سزاورکول باوري کړي او د دې ظالمانه کار تر شا وجوهات په ډاګه کړي."

پاکستان د افغان کډوالو کورنۍ نیمايي سره وېشلي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي، د کډوالو د اېستلو د غیر منظم اقدام له امله یې کورنۍ ویشل شوي دي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه چې د بېلابیلو کورنیو غړي نیم په پاکستان کې پاتې دي او نیم افغانستان ستانه کړل شوي دي.

د عالي جانخېلو سوپرسټار لوبډلې د "سهاک اتلولۍ جام" ګټلی دی

Mashaalradio.com 

د پکتیا په زرمتو ولسوالۍ کې د عالي جانخېل سوپرسټار لوبډلې خروټي کلا اتلانو ته په ماتې ورکولو د "سهاک اتلولۍ جام" ګټلی دی. د جام اووم پړاو سیالۍ د اپرېل پر لومړۍ پیل شوې وې چې تر ۱۲ ورځو روانې وي او پکې د بېلابېلو ولایتونو لوبډلو برخه واخیسته. د سیالیو منتظمین وايي، غواړي ځوانان کرکټ او نور سپورټ ته وهڅوي، د هغوی مهارتونه لوړ کړي او خلکو ته هم د تفرېح فرصت برابر کړي. د اپرېل ۱۲مې پایلوبې لیدو ته ګڼ خلک ورغلي ول. ویډیويي رپورټ وګورئ.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې سږ کال ولې د غاټول کم ګلان غوړېدلي؟

Mashaalradio.com 

د هند تر واک لاندې د کشمیر په سرينګر کې د غاټولو په یو باغ کې هر کال لکونه ګلان غوړېږي. د هغه باغ لیدو ته ګڼ سیلانیان ورځي خو بڼوال وايي، سږ کال د کمو ورښتو له وجې ګلان د پخوا په څېر زیات نه دي او واړه هم دي. په هغه باغ کې نور ګلان هم کېږي، خو د غاټولو په باغ مشهور دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

اسراییل غزه کې د عملیاتو د پراخوالي خبرداری ورکړی، له خلکو یې د تخلیې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کتز په غزه کې د خپلو پوځي عملیاتو د پراختیا خبرداری ورکړی دی. کتز په یوه خبرپاڼه کې دغه خبرداری پرون شنبه وروسته له هغه ورکړ چې غزه کې يې پر یوه امنیتي دهلیز ولکه ټینګه کړه. د فرانس پریس په وینا په دغې خبرپاڼه کې د غزې د خان یونس او شاوخوا سیمو له لسګونه زره اوسیدونکو غوښتل شوي چې خپلې مېنې تخلیه کړي. د اسراییل د دفاع وزیر یوځل بیا د فلسطیني ډلې حماس د له منځه وړلو او د هغوی له منګولو د ټولو اسراییلي برمته شویو د خلاصون غوښتنه کړې ده. اسراییل دغه خبرداری داسې وخت ورکوي... Читать дальше...

د طالبانو په ضد یوشمېر معترضې میرمنې له پاکستانه د اخراجېدو ویره لري

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو او افغان خبریالانو په دغه هېواد کې دمېشتو افغان کډوالو د بېړني ملاتړ غوښتنه وکړه. په دې اړه د عدالت غوښتنې د یوې غونډې مشري د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي کوله. وروسته له هغه چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت ورغلي افغانان باید د اپریل تر پایه انتقال شي،دغه هیواد کې یو شمیر مېشتې افغان معترضې میرمنې وايي چې که بیرته افغانستان ته ستنې کړل شي د مرګ له خطر سره به مخامخشي. "دا حکم یې چې موږ ته راکړی د مرګ د حکم... Читать дальше...

د ایران او امریکا استازي د اپریل په ۱۹مه بل پړاو خبرې اترې کوي

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا او ایران استازو موافقه کړې چې راتلونکې شنبه به د لوړې کچې خبرو اترو دوهم پړاو ترسره کړي. د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو پرون شنبه ( د اپریل په ۱۲مه) د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شو. سپینې ماڼۍ د شنبې په ورځ ناوخته یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل، "خبرې اترې مثبتې او رغنده وې." په بیان کې دا هم ویل شوي چې د امریکا ځانګړي استازي سټیفن ویټیکر ټینګار وکړ چې "هغه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یو ماموریت ترلاسه کړی چې که امکان ولري د دواړو هیوادونو ترمنځ شخړه... Читать дальше...

د ایران د شمالي خرسان او د افغانستان د فرا ولایت ترمنځ سړک جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ د ماهیرود په نوم سرحدي سړک د رغولو چارې به سږ کال بشپړې شي. په کابل کې د ایران سفارت پرون شنبه پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د ایران یوه اقتصادي پلاوي د دغه سړک کار له نژدې کتلی دی. یاد سړک د ایران د شمالي خراسان ولایت ماهیرود سیمه د فرا له ولایت سره نښلوي. د ایران سفیر ویلي، د دغې لارې په جوړېدو به د افغانستان او ایران سوداګریزې اړیکې لا پياوړې شي. تر دې یوه ورځ مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رسول مهاجر د یوه پلاوي په... Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России