Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2025

Новости за 19.04.2025

هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم لنډ خبرونه

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اوج کې د دغه هېواد مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر کابل ته تللی ایراني او امریکايي چارواکو د ایران د اټومي پروګرام په اړه دویم دور خبرې وکړې په هند کې د یوې ودانۍ په نړېدو سره ۱۱ کسان وژل شوي د افغانستان د کرکټ نولس کلنو ټیم نړیوال جام ته لار پيدا کړه

ملامحمد حسن اخوند ویلي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو

Pa.azadiradio.com 

ښاغلي حسن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار سره په لیدنه کې دا خبره کړې ده. د ارګ ماڼۍ په بیان کې راغلي چې د کډوالو سره د ناوړه چلند په تړاو ښاغلي ملا حسن زیاته کړې چې دا کړنې د دواړو هېوادونو تر منځ واټن رامنځته کوي او تېرې ښې اړیکې باطلې ګرځوي. ښاغلي حسن اوسنیو ستونزو ته د خبرو له لارې د حل په لټولو ټینګار کړی دی.

طالبان څنګه له بشري مرستو برخمن کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو حکومت له افغانستان سره خپلې بشري مرستې ځنډولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان له دې مرستو ګټه پورته کوي. خلکو ته د بشري مرستو د ویش میکانیزم څنګه دی او څنګه له دې مرستو چې نړیوالو موسسو لکه د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ته کېږي طالبان ګټه پورته کوي؟ دا پوښتنې فریدې سیال د بشري حقونو له فعال او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما له پخواني کارکوونکي ابوالاحرار رامزپور څخه مطرح کړې دي.

کراچۍ کې د یوې مذهبي ډلې قهرجنو کسانو د احمدي ټولنې یو غړی وژلی

Mashaalradio.com 

پوليس وايي چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اپرېل پر ۱۸مه د مذهبي ډلې "تحریک لبیک پاکستان" قهرجنو مظاهرچیانو د احمدیانو پر عبادتځای بريد وکړ او د هغې مذهبي لږکۍ ډلې يو غړی يې وواژه. پوليس زياتوي چې بريد ګرو هغه کس مذهب ته د سپکاوي په تور وژلی دی چې ولې يې په خپل مرکز کې د جمعې لمونځ کاوه. پولیسو په هغه مرکز کې موجود نور احمدیان خوندي ځای ته انتقال کړل. د فرانس پرېس او رویټرز خبري اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

د امریکا او ایران دویم دور خبرې؛ امریکا وايي ایران باید د یورانیمو بډاینه بنده کړي

Pa.azadiradio.com 

امریکایي او ایراني چارواکو د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه دویم دور مذاکرو کې ګډون وکړ. د امریکا دریځ دا دی چې ایران د یورانیمو له بډاینې لاس واخلي. ایران بیا مخکې ورځو کې ویلي چې د یورانیمو په بډاینه خبرې نه کوي بلکې په ټوله کې د اټومي پروګرام په مسله بحث کوي او په ادعا یې چې اټومي پروګرام یې سوله ییز اهداف لري.

يو اېن اېچ سي ار وايي جاپان په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۳ مېلیونه ډالر ورکړي دي

Mashaalradio.com 

یو اېن ایچ سي ار د اپرېل پر ۱۸مه په یو بیان کې ویلي دي چې دا مرستې به د افغان کډوالو د کاغذي کاروايي، روزنیزو پروګرامونو، روغتيا او نورو بنیادي اسانتياوو لپاره کارول کېږي.

په ماین ککړو سیمو کې د کډوالو مېشتېدل؛ ماین پاکان وايي ښايي د خلکو مرګژوبلې زیاتې شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسه MDC خبرداری ورکوي چې سږ کال ښايي په دغه هیواد کې د ماینونو له امله د تلفاتو شمېر زیات شي ځکه د دغې موسسې د مسولینو په خبره له پاکستان او ایرانه ستنېدونکې ډېری کډوال هغه سیمو ته ځي چېرته چې لا هم ماینونه شته.

لیکوالان وايي میراوس له کوچنیوالي د طنز او مزاح وړتیا لرله

Mashaalradio.com 

لیکوالان او هنرمندان وايي، د پښتو ژبې نومیالی مزاحیه اداکار حیات خان، چې په میراوس پېژندل کېده، به د خپل هنر له لارې د ټولنې د اصلاح هڅه کوله. میراوس د اپرېل پر درېیمه مازیګر مهال د شاوخوا ۷۰ کلونو په عمر کې ومړ. شنونکي وايي، نوموړی په پښتني ټولنه کې ناسمو دودونو ته ډېر خپه وو او همدا لامل وو چې د ټوکو ټکالو په بڼه به یې یادولې او د ولس د پوهاوي هڅه به یې کوله. د میراوس د ژوند او هنر په اړه دا ځانګړی رپورټ واورئ.



د افغانستان د کرکټ نولس کلنه لوبډله نړیوال جام ته ووتله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره ومونده. افغان ځوانانو د غوراوي پړاو سیالیو درې لوبې په ستر توپیر وګټلې او نن وروستۍ لوبه د کوربه نیپال په وړاندې د باران په سبب بې نتیجې شوه. په دې ترتیب افغان ټیم لومړی مقام وګاټه. افغان لوبډلې په دې بریاوو سره د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام ته لار پیدا کړه چې تمه ده راتلونکی ۲۰۲۶ کال په جنوري او فبروري د زمبابوې او نیمبیا په کوربه توب وشي.

د امریکا او ایران استازیو په ایټالیا کې خبرې پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکایي او ایراني چارواکو ترمنځ د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل شوې دي. اسوشیتد پریس اژانس د یوه امریکایي چارواکي په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، څرګنده کړه چې دا خبرې د تړیو دروازو تر شا په روم کې د عمان په سفارت کې روانې دي. ایراني رسنیو هم ویلي دي چې د اروپا په وخت تر غرمې لږ مخکې خبرې پيل شوې. په دې خبرو کې د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکاف د امریکایي پلاوي مشري کوي او د ایران د پلاوي مشري د دغهَ هیواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوي. Читать дальше...

د افغان کډوالو له جبري ایستلو سره سره د پاکستان مرستیال صدراعظم کابل ته تللی

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اوج کې د دغه هېواد مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار کابل ته تللی. اسحق دار لومړی د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره وکتل.

Pa.azadiradio.com 

په دې لیدنه کې چې نن له غرمې وروسته ارګ ماڼۍ کې وشوه دار او ملا حسن پر سوداګرۍ، امنیت او سیمه ییز اتصال باندې خبرې کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دواړو خواو په لوړه کچه د تماس پر دوام ټینګار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته تللی چې پاکستان په تیرو ۲۰ ورځو کې په لسګونو زره افغان کډوال ایستلي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اپریل له پیل راهیسې ۸۵۰۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان لېږل شوي دي. Читать дальше...

پر افغانانو د امریکا د مرستو د کمیدو او بندیدو اغیزې

Pa.azadiradio.com 

له افغانانو سره په افغانستان کې دننه د امریکا د متحد ایالتونو بشري مرستې کمې شوې دي او داسې راپورونه شته چې ممکن یو مخ قطع شي. د امریکا د مخکني ولسمشر جوبایدن ادارې چې کله له افغانستان سره بشري مرستې کولې، دا خبره یې کوله چې په افغانستان کې د اقتصادي نظام له منځه تلل د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ دی

د افغانستان، تاجکستان او پاکستان يوشمېر سيمې زلزلې لړزولې دي

Mashaalradio.com 

د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سيمو او د پاکستان د خيبر پښتونخوا او پنجاب په يوشمېر سيمو کې زلزله راغلې ده چې پکې د مرګژوبلې راپورونه نه شته.د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې د اپرېل پر ۱۹مه پر رېښتر پیمانې د زلزلې شدت ۵.۷ وو. اداره زياتوي چې د هغې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولايت له اشکاشم سيمې ۵۳ کيلوميټره ليرې او د ځمکې په ۹۴ کیلوميټره ژور تل کې وو. د ادارې په وينا هغې زلزلې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان ځينې سيمې تر خپل پوښښ لاندې نيولي دي. د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون... Читать дальше...

د افغانستان او تاجکستان سرحد کې زلزله شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمو کې نن تر غرمې مخکې یوه زلزله شوې ده. د دې زلزلې کچه ۵ اعشاریه ۸ درجې بلل شوې. د راپورونو په اساس د دې زلزلې مرکز د بدخشان په اشکاشم کې ۹۴ کیلومتره تر ځمکې لاندې بلل شوی. د زلزلې ټکانونه په پېښور، اسلام اباد، لاهور او کشمیر کې هم حس شوي دي. په ځینو سیمو کې خلک د ودانیو د ټکانونو په سبب بهر وتلي دي. د افغانستان او تاجکستان له سرحدي سیمو لا د دې زلزلې په سبب د احتمالي اوښتو زیانونو او پېښو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار کابل ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی دار د پاکستان د کابینې د یوه پلاوي په مشرۍ په دغه یو ورځني سفر کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن اخوند او نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري. دا سفر به د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د "امنیت، سوداګرۍ، سیمه ایز اتصال او د خلکو ترمنځ د اړیکو" په پراختیا متمرکز وي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې پاکستان په تیرو ۲۰ ورځو کې په لسګونو زره افغان کډوال ایستلي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري د جمعې په ورځ په یوه... Читать дальше...

اسحاق ډار او طالب چارواکو د امنيت، سوداګرۍ او افغان کډوالو په اړه خبرې کړي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د ليدنې پر مهال دواړو خواوو د امنیت، سوداګرۍ، ترانزیټي همکاریو او د ولسونو ترمينځ د اړیکو د پراخولو په شمول د متقابلې دلچسپۍ پر مهمو موضوعاتو نظرونه تبادله کړل.

اتحاد لوبډلې د پکتیا د فوټبال سیالۍ ګټلې دي

Mashaalradio.com 

د پکتیا ولایت په زرمتو کې د فوټبال د ۱۰ غوره لوبډلو ترمینځ سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې دي. د اپرېل پر ۱۷مه د ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ خلک د اتحاد او اتفاق لوبډلو ترمینځ د پایلوبې لیدو ته ورغلي ول. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

د امریکا دفاع وزارت؛ په سوریه کې د خپلو سرتیرو شمیر تر زرو راکموو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت وايي، په سوریه د خپلو سرتیرو شمیر تر زرو راکموي. د دغه وزارت د ویاند شان پارنل په خبره د سرتیرو د کمښت امر د دفاع وزیر ورکړی دی. د پارنل په ټکو، په سوریه کې پاتي سرتیري به د داعش په وړاندې مبازره کې ونډه ولري. د امریکا ولسمشر ډونالد د خپلې ولسمشرۍ په لومړي دور کې په سوریه د امریکايي سرتیرو حضور ته د شک په سترګه کتل او د دې سرتیرو د وتلو امر يې صادر کړی وو. بل پلو، عراق تر ۲۰۲۶کاله په دې هېواد کې د امریکايي ماموریت د پایته رسیدو او د ټولو امریکايي سرتیرو د وتو غوښتنه کړې ده. په... Читать дальше...


Музыкальные новости




Rss.plus






حوثي یاغیان؛ د امریکا د پوځ په بریدونو کې ۷۴کسان وژل او ۱۷۰ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

ایراني او امریکایي چارواکو تیره اونۍ د عمان په پلازمینه مسقط کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړې وې. د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي یاغیان وايي، په سره سمندرګي د امریکايي ځواکونو د بریدونو له کبله د وژل شویو کسان شمیر۷۴ او د ټپیانو۱۷۰تنو ته رسیدلی دی. د امریکا پوځ د جمعه په ورځ په یو بیان کې ویلي و، "په دې هوایي بریدونو کې يې د تیلو یو مهم بندر چې د حوثي یاغیانو په واک کې و، ویجاړ کړی دی". د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په ټکو، امریکایي ځواکونو د راس عیسی بندر په نښه کړی څو حوثي یاغیانو د تیلو له سرچینو محرومه کړي. Читать дальше...

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن شنبې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته ځی

Pa.azadiradio.com 

تمه ده د پاکستان د صداعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یوه پلاوی نن کابل ته سفر وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه په یو بیان کې ویلي، "د دې سفر بلنه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ورکړې وه". اسحاق ډار به په دې سفر کې د طالبانو دحکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخوند، په اقتصادي چارو کې د رییس والوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وګوري. د سفر په اجنډا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر امنیتي مسایلو... Читать дальше...

ایراني او امریکايي چارواکي نن په روم کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

ایراني او امریکايي چارواکي د ایران د اټومي پروګرام په اړه نن په روم کې خبرې کوي تمه ده نن شنبې د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایراني او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې اترې پیل شي. د ازادي راډیو فردا برخې د اکسوس په نوم د یوې امریکايي ورځپانې په حواله ویلي، "دا خبرې نن شنبې د اروپا په وخت ۱۱ بجې پیلږي او ښايي ۵ ساعته دوام وکړي". ایراني او امریکايي چارواکي د مذاکراتو په دې دور کې د راتلونکو اقداماتو په حل لارو بحث کوي. پرون جمعه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و، "موږ به له امریکايانو سره غیرمستقمې خبرې وکړو". Читать дальше...

د خیبرپښتونخوا په سوات کې د "ناموس په نوم" یوه ۱۲کلن نجلۍ وژل شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د خیبرپښتونخوا په سوات کې د "ناموس په نوم" د یوې ماشومې د وژنې په تړاو د هغې تره او ماما نیول شوي دي. د سوات په مټي سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي وړمه ورځ د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، "دا ۱۲کلنه نجلۍ د اپریل په څلورمه په شکردره سیمه کې وژل شوې وه او کورنۍ يې د هغې مړینه ته د ځان وژنې نوم ورکړی و. د چارواکو په خبره، له څیړنو وروسته څرګنده شوې چې دا ماشومه د ناموس په نوم وژل شوې وه. که څه پولیسو د دې نجلۍ هویت او د وژل کیدو د لامل په اړه څه ویلي نه دي، خو د پولیسو په ټکو د قضیې په تړاو يې د هغې تره او ماما نیولي دي. Читать дальше...

سیف د چلدرن؛ په تیرو دوو اونیو کې ۵۰زره ماشومان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ساتنې سازمان (سیف دچلدرن) وایي، یوازې د اپریل میاشتې په لومړیو ۱۶ ورځو کې د راستنو شویو کورنیو په ډله کې شاوخوا ۵۰ زره ماشومان هم له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له هرو پنځه تنو څخه یو یې له پنځو کلونو کم عمر لري. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې د اپریل په ۱۸مه یې د ملګرو ملتونو په ریلیف وېب‌پاڼې کې خپور کړی ویلي، د ۲۰۲۳له سپتمبر راهیسې، کله چې د پاکستان حکومت د بې اسناده کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ، په راستنو شویو کورنیو کې تر دې دمه شاوخوا ۵۴۵ زره ماشومان هم له هغه هیواد افغانستان ته راستانه شوي دي. Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России