Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2025

Новости за 27.04.2025

په پاکستان کې د داعش د امن پټنځایونو ادعاوې څومره سمې دي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخوانی استازی زلمی خلیلزاد تر څرګندونو ورسته د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر افغان شنونکي هم ادعا کوي چې د داعش په ګډون بیلابیلې ترهګرې ډلې په پاکستان کې خوندي ځایونه لري او هلته روزنه ورکول کیږي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد ویلي، پاکستان لا هم له ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

قطر ته د امیر خان متقي سفر ایران کې د اورلګېدو په پېښه کې د نږدې ۳۰ کسانو مړینه او د ۱۱۰۰ نورو ټپیانېدل افغانې راستنې شوې کډوالې وايي هېڅ روغتیايي اسانتیا نه لري د کاناډا ونکوور کې یوه بریدګر په موټر باندې خلک وهلي او ۹ تنه یې وژلي. او هندي او پاکستاني عسکرو په یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي

د نجونو له حضور پرته د کانکور د ازموینو د نېټې اعلان

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د ۱۴۰۴ کال د د کانکور ازموینه د جوزا د لومړۍ اونۍ څخه د سرطان تر شلمې نیټې پورې د نجونو له حضور پرته ترسره شي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ازموینو ادارې اعلان کړی چې سږ کال د دیني مدرسو او ښوونځیو د داوطلبانو لپاره د کانکور ازموینه د افغانستان په ولایتونو او کابل کې په پنځو مرحلو کې اخیستل کېږي. د دې ادارې مشر عبدالباقي حقاني نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې سږ کال به ۳۰۰۰ کسان د ماسټرۍ، ۷۶۴۰۰ کسان د لیسانس او ۳۳۵۵۰ کسان د انسټیټیوټونو لپاره جذب شي. د طالبانو د حکومت په راتګ سره،... Читать дальше...

پر امیرخان متقي د سفري بندیز لنډ مهاله معافیت

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اجازه ورکړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي. د امنیت شورا په بیان کې چې رسنیو ته رسېدلی ویل شوي چې له یکشنبې د اپرېل ۲۷مې د مې تر ۴مې ښاغلی متقي د سفري بندیز څخه معافیت ترلاسه کړی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د متقي سفر تایید کړی خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي. ملګرو ملتونو په قطر کې د افغانستان د راتلونکي په اړه څو دورې لویې غونډې ترسره کړې چې پکې د افغانستان د سیاسي او ټولنیزې راتلونکې په تړاو تګلارې تر بحث لاندې ونیول شوې.

کاناډا کې یوه بریدګر خپل موټر په خلکو وروستی او ۹ تنه یې مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا په ونکوور کې یوه بریدګر خلک په موټر وهلي او لږ تر لږه ۹ کسان یې وژلي دي. په پېښه کې چې د ونکوور په وخت د شنبې شپې شاوخوا اته بجې شوې ګڼ کسان ټپيان شوي هم دي. پولیسو ویلي بریدګر په ونکوور کې د فیلیپینیانو د یوه فیستیوال ګډونوال په نښه کړي. بریدګر چې د پولیسو له خوا نیول شوی په خپل موټر باندې راساً د فیستیوال په ګډونوالو ورغلی او ګڼ خلک یې لاندې کړي دي. چارواکو ویلي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او د دوی په خبره له ترهګرۍ سره کوم تړاو نه لري.

پېښور کې د پوهنتونونو او مدرسو ترمینځ د کرکټ سیالۍ پای ته رسېدلې دي

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې د پوهنتونونو او مدرسو د لوبډلو ترمینځ د کرکټ سیالۍ پای ته رسېدلې دي. د هغو شاوخوا دوه میاشتنیو سیالیو انتظام د صوبې د لوبو چارو ادارې کړی وو چې پکې د ۱۰ لوبډلو شاوخوا ۱۵۰ لوبغاړو ګډون وکړ. هغه اداره وايي، د سیالیو موخه د پوهنتونونو او مدرسو د زده کوونکو ترمینځ رابطې جوړول او همغږي پیدا کول ول. د پېښور پوهنتون لوبډلې په پایلوبه کې جامعه جنېدیه مدرسې ته ماتې ورکړه. ویډیويي رپورټ.

له پاکستانه راستنې شوې افغان کډوالې وایي هېڅ روغتیايي اسانتیاوې نه لري

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه افغانستان ته د ځینو راستنو شویو کورنیو ښځې او نجونې چې د کډوالو په پنډغالو او خیمو کې اوسېږي، وایي هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوي. ځینو دوی ازادي راډیو ته وویل، داسې مهال چې د امېندوارۍ په حساسه دوره کې دي هم په خبره یې ښځینه ډاکترانو او قابله ګانو ته لاسرسی نه لري. ځوانې نجونې بیا شکایت کوي چې د میاشتنۍ دورې پر مهال له سختو ننګونو سره مخ وي.

په ایراني بندر کې لویې چاودنې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژلي او تر ۱،۰۰۰ زیات یې ژوبل کړي دي

Mashaalradio.com 

د ايران د هرمزګان ولايت په بندر عباس ښار کې په زوروره چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او تر ۱،۰۰۰ زیات ژوبل دي.د مشال راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا ویلي دي چې چاودنه ښار ته نېږدې په "شهید رجايي بندر" کې ظاهراً د داسې کیميايي موادو د لېږد پر مهال شوې چې د توغندیو ویشتلو پر مهال کارېږي. ایرانیو چارواکو د اپرېل ۲۶مې د پېښې لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي. البته د ایران د کړکېچ یا بحران د مدیریت چارو ادارې ویاند حسین ظفري د هېواد د کارګرانو خبري اژانس (اېلنا) ته ویلي، داسې ښکاري چې چاودنه په کانټینرونو... Читать дальше...



ایران کې د چاودنې له امله د وژل شویو شمېر ۲۵ او د ټپیانو ۱۱۳۹ ته لوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د ایران په بندرعباس کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی دی. د دولت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې لږ تر لږه ۱۱۳۹ ټپیان هم روغتونو ته انتقال شوي دي. اوروژونکي په دې توانېدلي چې نن د اور لمبې مهار کړي خو لا هم د تصفیې او پاک کارۍ کار روان دی. پرون د بندرعباس په شهیدرجايي بندر کې چې د ایران له مهمو تجارتي بندرونو ګڼل کېږي زوروره چاودنه وشوه او تر هغه وروسته په بندر کې پراخ اور ولګېد. که څه هم لا د دې پېښې اصلي علت نه دی معلوم خو اټکل کېږي چې په بندري تاسیساتو کې د کیمیاوي او خطرناکو موادو ډيپوګانو کې چاودنه شوې وي. Читать дальше...

شهباز شریف: هغه وخت له طالبانو سره سوله ییزې اړیکې پالو چې د مصونیت احساس وکړو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، د افغانستان واکمنانو ته یې واضح پیغام ورکړی، چې تر هغو له کابل سره سوله ییزې اړیکې نهشي ټینګولی، څو چې په خبره یې د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

د امریکا او ایران د خبرو څلورم پړاو د ثور په ۱۳مه ترسره کیږي

Pa.azadiradio.com 

د عمان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ د خبرو اترو بل پړاو به راتلونکې شنبه ترسره شي. دغه وزارت د شنبې په ورځ ( د ثور مه ۶مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي "د خبرو اترو بل پړاو به راتلونکې اونۍ دوام وکړي او د ثور په ۱۳مه به د لوړې کچې یوه غونډه جوړه شي." د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو پرون د عمان په پلازمېنه مسقط کې پای ته ورسېد. له دې غونډې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خبرو اترو فضا د پخوا پرتله "ډیره جدي" وبلله او ویې ویل چې احتمال لري چې د اټومي... Читать дальше...

ټرمپ د اوکراین په سوله کې د خپل روسي سیال پر نیت شک څرګند کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، دی د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په خاطر د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتین شک لري. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي دغه شک پرون شنبه یوه ورځ وروسته تر هغه څرګند کړ چې ویلې یې وي، اوکراین او روسیه " تړون ته ډېر نژدې" دي. ټرمپ دغه څرګندونې په واتیکان کې د پاپ فرانسس په جنازه کې له ګډون او هلته د اوکراین له ولسمشر ولودمیرزلنسکي سره تر کتلو وروسته متحده ایالتونو ته تر روانېدو مخکې پر خپله ټولنیزه پاڼه وکړې. هغه په وار وار ژمنه کړې چې د روسیې او اوکراین جګړه به ختموي.

خلیلزاد: پاکستان دې د داعش د حضور په وړاندې جدي ګامونه واخلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، پاکستان لا هم له ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی دی. هغه دا خبره د شنبې ناوخته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغې خبرې ته په غبرګون کې کړې چې ویلې يې دي، پاکستان تېرو درې لسیزو کې د ترهګرو ملاتړ کړی دی. خواجه اصف د تېرې جمعې په ورځ له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي " درې لسیزې مونږ د امریکا، بریتانیا او لویدیځ لپاره دا کرغیړن کار ( له ترهګرۍ ملاتړ) وکړ. دا یوه تیروتنه وه او اوس د دې کار نسبت مونږ ته کیږي." خواجه اصف دغه څرګندونې د... Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России