پاکستان له هغه هېواده د څه باندې درې میلیونه بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
دې لړۍ کې له تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې کابو ۸ لکه کډوال را ستانه کړای شوي او د پاته څه باندې دوه میلیونه نورو د ایستلو لړۍ روانه ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د طالبانو د حکومت له خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون تطبیق ته اندیښنه ښکار ه کړه او په یوه راپور کې یې څرګنده کړه چې دا قانون افغانستان له خپلو نړیوالو ژمنو لیري کوي او د بیا ادغام بهیر له نړیوالې ټولنې سره لا ستونزمنوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي ایرېک مایر د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره په معدنیاتو کې د پانګونې، د دواړو هېوادونو پر اړیکو، اقتصادي همکارۍ، د ترهګرۍ پرضد پر مبارزې او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د اپرېل پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا چارو د دفتر لوړپوړی چارواکي مایر د پاکستان په معدنیاتو کې د پانګونې د غونډې پر مهال په هغه څانګه کې د "پانګونې ملاتړ" څرګند کړ.
بیان... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو وارې بیا ګواښ کړی، که ایران خپل اټومي پروګرام ختم نه کړي پر ضد به یې پوځي ځواک وکاروي . نوموړي زیاته کړې چې اسراییل به د دې ممکنه پوځي برید “مشري“ کوي.
ولسمشر ټرمپ د اپرېل پر نهمه په سپینه مانۍ کې خبریالانو ته وویل چې که ضروري وي نو امریکا به د ایران پر ضد له بشپړ پوځي ځواکه استفاده وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د هغه پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د امریکايي او ایراني چارواکو ترمنځ په عمان کې د شنبې په ورځ پيلیدونکي خبرې به تر کله روانې وي. ولسمشر ټرمپ وویل چې “له موږ سره وخت شته“. Читать дальше...
یوشمیر افغانان ګلان خوښوي، مینه ورسره کوي، پالي یې. د دوی د دې مینې علتونه کله سره ورته، کله سره بیل دي.
د ارواپوهانو په باور د ګلانو ساتل او پالل ذهن اراموي، خوښي زیاتوي او تشویشونه کموي.
د طالبانو حکومت او یوې مخالفې ډلې یې د امریکا د استازو جرګې هغې لایحې ته غبرګون ښودلی چې هدف یې د طالبانو حکومت ته د امریکا د مرستو د ورتګ مخنیوی دی.
د براین مست په مشرۍ د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمیټې پرون داسې لایحه تصویب کړه چې ډاډ ترلاسه کړي افغانستان ته د امریکا د مرستو پیسې د طالبانو لاس ته ورنه شي.
د دغې کمیټې یوشمېر غړو د چهارشنبې په ورځ وویل، تراوسه د امریکا لسګونه میلیونه ډالر " له شفافیت او حساب ورکونې پرته" د طالبانو تر واک لاندې یوه بانک ته تللي دي.
د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو... Читать дальше...
په پېښور کې مېشت یو نرښځی وايي، د طالبانو حکومت زنداني کړی وو او چې خوشې شو نو پاکستان ته ولاړ. نور وايي، په پاکستان کې یې هم پولیس او ولس ځوروي او په افغانستان کې یې کورنۍ نه قبلوي، نو نه پوهېږي چې څه وکړي. هغه وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ته یې عریضه کړې چې کوم بهرني هېواد ته ولاړ شي. نور زیاتوي، د پاکستان حکومت دې ورته بهرني هېواد ته تر تګ پورې هلته د اوسېدو اجازه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت د اپرېل له لومړۍ اونۍ راهیسې د بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت " یوناما" وایي، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تطبیق به د دغه هېواد اقتصادي او بشري وضعیت لا پیچلی کړي.
یوناما نن پنجنشنبه ( د حمل ۲۱مه) د دغه قانون د پلي کېدو او اغیزو په اړه خپل ځانګړي شپږ میاشتنې راپور کې ویلي چې یاد قانون د ملګرو ملتونو، موسسو، صندقونو او دغه راز عامو افغانانو وړتیاوې او ازادۍ اغیزمنې کړې دي.
د راپور له مخې په روغتیایي او تعلیمي سکتور، سوداګرۍ او دغه راز د نجونو او ښځو پر سفرونو او د جامو اغوستلو پر بڼه هم یاد قانون محدودیتونه زیات کړي دي. Читать дальше...
په نیمروز کې د طالبانو ځایي سرچینې وایي چې سبا جمعه به پر یوه کس د اعدام حکم عملي شي.
د نیمرز ولایت له مطبوعاتي دفتره نن پنجشنبه خبریالانو ته په استول شوې خبرپاڼه کې په اعدام محکوم شوی کس یو " قاتل" بلل شوی او ویل شوي چې په ورزشي ستډیوم کې به پرې د خبرپاڼې په ټکو د " قصاص" حکم عملي شي.
د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بېلابېلو ادارو له طالبانو غوښتي چې په عام محضر کې دغه ډول سزاوې و دروي، خو طالبانو بیا د دې کار ننګه کړې.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په... Читать дальше...
د کوټې د پولیسو د عملیاتي (اپرېشنز) چارو افسر محمد بلوڅ په بیان کې ویلي چې برید د اپرېل پر نهمه پر سریاب سړک د پولیسو د ګزمې پر مهال شوی دی.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې پښین د سرخاب پنډغالي اوسېدونکو د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې ورته دې د هغه هېواد تابعیت (شهریت) ورکړي. هغو افغان کډوالو د اپرېل پر نهمه د خپلو مشرانو جرګه وربللې وه چې ورته د بلوچستان له نورو پنډغالو هم د کډوالو مشران ورغلي ول. کډوال وايي، په پاکستان کې کاروبارونه لري چې نیمګړي یې نه شي پرېښودای. دوی داراز وايي چې افغانستان ته په ستنېدو یې د نجونو تعلیم یې هم نیمګړی پاتې کېږي. د پاکستان او بلوچستان حکومتونو لا د افغانانو د جرګې په غبرګون کې څه نه دي ویلي. خو اسلام... Читать дальше...
په داسې حال کې چې پاکستان د بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو ستنولو ته دوام ورکړی دی، په خیبر پښتونخوا کې مېشتو ښځو او نجونو له اسلام اباده غوښتي دي چې له هېواده دې یې نه باسي. هغوی وايي، په افغانستان کې طالبانو پر ښځو یولړ بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي نو هلته زده کړې، کار او د ژوند نورې چارې نه شي ترسره کولای، او ژوند یې هم له خطر سره مخامخېدای شي. دوی وايي، په ۲۰۲۱ز کال کې افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ګڼې ښځې او نجونه د ښه راتلونکې او زده کړو د دوام لپاره پاکستان او ایران ته ولاړې خو اوس خپل مستقبل ته اندېښمنې دي. Читать дальше...
د افغانستان د همغږۍ د ډلې ناسته، چې یوه ورځ مخکې د ترکيې په استانبول ښار کې پیل شوې وه، نن پنجشنبه د اپریل ۱۰مه هم روانه ده.
په کابل کې د ترکيې سفارت، په خپله ایکس پاڼه دا ناسته افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو او پروګرامونو په اړه بحث ته مهمه بللې ده.
د هند د کرکټ په غوره لیګ آی پي ایل کې راشدخان تر څو کمزورو لوبو وروسته بېګا وتوانېد دوه وېکټې واخلي او خپل ټیم بریا ته ورسوي.
آی پي ایل په خپله فیسبوک پاڼه د راشدخان یو عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې: «خان له خپلې جادو سره بېرته راستون شو»
ګجرات ټایټنز لوبډله چې راشدخان پکې لوبیږي وتوانېده د راجستان رویالز په وړاندې ۲۱۷ منډې وکړي. په وړاندې یې راجستان لوبډلې یواځې ۱۵۹ منډې وکړای شوې. راشدخان په دې لوبه کې په ۴ اورونو کې دوه وېکټې واخیستې.
خان تر دې په مخکینیو څلورو لوبو کې یواځې یوه وېکټه اخیستې وه او خپل مینه وال یې څه ناڅه مایوسه کړي وو.
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې یوه قانوني لایحه په دې هدف تصویب کړه چې دا ډاډمنه شي د امریکا پیسې نور د طالبانو لاس ته نه لویږي.
د دې کمېټې غړو ټینګار وکړ چې د امریکا سلګونه میلیونه ډالره له اړین شفافیت او حساب ورکونې پرته د افغانستان بانک ته تللي چې د طالبانو په کنټرول کې دی.
د کمېټې مشر براین مسټ وویل هېڅ باور نه لري چې طالبانو دې پيسې مرستندویو بشري موسسو ته ورکړي وي.
د دې لایحې وړاندې کوونکي استازي ټیم برچټ ادعا وکړه چې یواځې سږ کال ۲۰۰ میلیونه ډالره افغانستان ته لیږل شوي.
امریکا... Читать дальше...
وروسته له هغه چې چین له متحده ایالاتو څخه په وارداتو ۸۸ سلنه تعرفه ولګوله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په چټکۍ سره په غبرګون کې امریکا ته په واردیدونکو چینایي توکو تعرفه ۱۲۵ سلنې ته لوړه کړه.
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي حقاني شبکې ګڼ امریکايي عسکر وژلي او د بهرنیو چارو وزارت باید ځواب ووايي چې ولې یې د دې شبکې د مشرانو په اړه ځینې تګلارې بدلې کړي.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России