د ترکیې پارلمان نن لیبیا ته د سرتېرو استولو په اړه بحث کوي
![د ترکیې پارلمان نن لیبیا ته د سرتېرو استولو په اړه بحث کوي](https://gdb.rferl.org/7F6E2BF9-70B1-4B40-A4EA-C4F558AC40BD_cx0_cy6_cw0_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې ده د ترکیې پارلمان نن لیبیا ته د سرتېرو لېږلو په اړه بحث وکړي.
ویل کیږي دا اقدام ښايي نن په بیړنۍ غونډه کې تصویب شي.
په طرابلس کې د لیبیا حکومت چې ملګري ملتونه یې په رسمیت پيژني، د پخواني پوځي جنرال خلیفه حفتر په مشرۍ د یوې نظامي ډلې سره جګړه کوي.
په داسي حال کې چې د جنرال حفتر ځواکونه د مصر، روسیې او متحده عربي اماراتو ملاتړ لري، ترکیه او قطر د طرابلس د حکومت ملاتړ کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په طرابلس کې د صدراعظم فایز سراج حکومت له انقرې غوښتي چې خپل ځواکونه لیبیا ته ولیږي.
ترکیه وايي، په لیبیا کې د دې هېواد نظامي حضور په لیبیا او د مدیترانې په ختيځ کې د انقرې د ګټو د دفاع په خاطر ضروري دی.