اصف جلالي کابل کې خاورو ته وسپارل شو
د افغانستان مشهور کومیډین او د تیاتر او سینما لوبغاړی اصف جلالي جنازه نن په کابل کې په عیدګاه جومات کې وشوه او مړی یې په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو.
جلالي تېره ورځ د زړه د سکتې له کبله په ۵۷ کلنۍ کې مړ شو.
د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشرانو، سیاسي څېرو او عامو خلکو د ښاغلي جلالي پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې تفریحي پروګرامونه مخته وړل.
اصف جلالي خپل هنري فعالیتونه د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون څخه پیل کړل.
جلالي چې ځینې یې کاکا اصف هم بولي په څو سینمايي فلمونو کې هم رول لوبولی دی.
هغه په وروستیو کلونو کې د افغانستان په خصوصي ټلویزیونونو کې تفریحي پروګرامونه مخته وړل چې ډېر مینه وال یې لرل.