شاعر او ليکوال متين اندخويي ومړ
![شاعر او ليکوال متين اندخويي ومړ](https://gdb.rferl.org/0EDE7393-B444-437E-A40B-B1FB20A81C31_w800_h450.jpg)
په فارياب ولايت کې شاعر او ليکوال متين اندخويي نن سهار د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو.
د فارياب د اطلاعاتو فرهنګ رئيس غلام سخي بيان نن سهار ازادۍ راډيو ته وويل، د دغه شاعر مړينه يوه ضايعه ده:
"نن سهار يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د افغانستان د ادبي، علمي او فرهنګي ډګر لپاره يې مړينه يوه ضايعه ګڼم".
شاعر او ليکوال متين اندخويي د مړينې په وخت کې ٨٠ کلن و.
هغه ته د جمهوري رياست له خوا د ادبي فعاليتونو له کبله دوه وارې ستاينليکونه ورکړل شوي وو.