د بشري حقونو خپلواک کميسيون: د تېر کال د ناامنيو ډېرى قربانيان ماشومان دي
په فارياب کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون ولايتي رئيس ذبيح الله جواد ازادي راډيو ته وويل، تېر ميلادي کال د ماشومانو مرګ ژوبله زياته وه.
هغه وویل: "تېر کال په فارياب کې ١١٨ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې جملې ٨٠ ماشومان ټپيان شوي او ٣٨ نور وژل شوي دي. له بده مرغه د ملکيانو، په ځانګړي ډول ماشومانو د زيان د جبران او د قربانيانو له کورنيو سره د مرستې لپاره بنيادي پروګرام نه شته".
په فارياب ولايت کې په وروستيو کې د ناامنيو پېښې زياتې شوې دي.
د بشري حقونو خپلواک کميسيون ولايتي دفتر وايي د جګړې ښکېلو لوريو د ملکيانو او ماشومانو د خونديتوب لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.