ناروې وايي د بلغاريا د دوو ماڼوګانو د لټون عمليات درول شوي
د ناروې چارواکو د بلغاريا په دوو ماڼوګانو پسې د پلټنې او د هغوى د ژغورنې عمليات وځنډول.
د بلغاريا د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه دوه ماڼوګان ظاهراً له يوې باروړونکې کښتۍ اوبو ته لوېدلي دي.
وزارت پرون ويلي په سيمه کې د سختو بادونو او توفاني څپو له کبله ژغورونکو خپل عمليات ودرول.
پرون د ناروې د قلمرو په اوبو کې د بودو ښارګوټي په ٤٠٠ کيلومترۍ کې دوې څرخي الوتکې د پلټنې او ژغورنې په عملياتو کې دخيلې وې.
دغه دوه ماڼوګان له هغې کښتۍ اوبو ته لوېدلي چې ١٩ تنه عمله يې درلوده، چې ١٨ تنه يې د بلغاريا او يو تن د اوکراين وګړى و.
د بلغاريا د بهرنيو چارو وزارت وايي نن جمعه به دغه عمليات بيا نه پيلېږي.
وزارت وايي د ناروې پوليس د دې قضيې په اړه څېړنې کوي.