ځینې سیمې د واورو پر مهال له جدي ګواښ سره مخ دي
په افغانستان کې یو شمېر سیمې، لارې او سړکونه سږ کال د واورو پر مهال له لومړي درجې ګواښ سره مخامخ دي.
دا خبره طبیعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وکړه.
ښاغلي فهیم د هغو سیمو په اړه چې له تهدید سره مخامخ دي، داسي وویل: "بدخشان، نورستان، د افغانستان یو شمېر مرکزي سیمې لکه بامیان، دایکندي، غور، پروان او بغلان چې له سالنګونو سره وصل کېږي، همداراز د سټوکنډو کوتل غوندې لارې او سړکونه چې کابل له ګردېز سره وصل کوي له هغو سیمو او لارو دي چې له زیات خطر سره مخامخ دي."
د ښاغلي فهیم په وینا، په ولایتونو او ولسوالیو کې داسې سړکونه او لارې شته چې واورې، توپان او برف کوچونه خطر رامنځته کوي.
نجیب آقا فهیم زیاته کړه، د لارو د خونديتوب په هدف د عملیاتي واحدونو ګومارنه او د داسې وسایطو ځای پر ځای کول په پام کې نیول شوي چې د لارو په پرانېستلو کې مرسته کولای شي.
ده همداراز د کورني بې ځایه شویو او بېرته راستانه شویو کډوالو د خراب وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړ.