اندونیزیا کې سیلابونو او خټینو اوبو نږدې ۵۳ کسان وژلي
د اندونیزیا چارواکو نن ویلي چې د پلازمینې جکارتا په شاوخوا سیمو کې سیلابونو او خټینو اوبو لږ تر لږه ۵۳ تنه وژلي دي.
د چارواکو په وینا ، د ژغورنې ټیمونه د هغو خلکو په لټه کې دي چې ګمان کیږي د خـټو او اوبو لاندې پاتې وي.
د اندونیزیا د مرکزي سیمو لسګونه ساحې د درنو اورښتونو او سیلابونو په خاطر تر اوبو لاندې شوي.
په تېره یوه لسیزه کې دا څو ورځې د سیلابونو راوتل او درانه اورښتونه بې سابقه او خطرناکه بلل شوي.
د خرابې هوا دوام، د بریښنا بندښت، او صعب العبورې سیمې د ژغورنې هڅې ستونزمنې کړي دي.
د راپورونو له مخې شاوخوا څلور لکه کسان په موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي.
وړاندوینه شوې چې راتلونکې څو ورځې به هم درانه اورښتونه وشي چې وضعه به لا خرابه کړي.