د امریکا پوځ کینیا ته اضافي سرتېري استولي
![د امریکا پوځ کینیا ته اضافي سرتېري استولي](https://gdb.rferl.org/487BF181-6178-428E-B677-302CBC637015_cx54_cy19_cw46_w800_h450.jpg)
د امریکا پوځ تأیید کړې چې د یکشنبې په ورځ د الشباب تندلارې ډلې په برید کې د درېیو امریکایانو له وژل کېدو وروستهیې کینیا ته اضافي پوځي ځواکونه استولي دي.
د جنوري په پنځمه په "ماندا بې" کې د امریکايي ځواکونو پر هوايي اډې له القاعده شبکې سره د تړلې سومالیایۍ الشباب ډلې په برید کې یو امریکایي سرتېری او دوه قراردادیان ووژل شول.
په عین حال کې یوه امریکايي چارواکي د خپل هویت د نهښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې شااوخوا ۵۰ سرتېري کینیا ته استول شوي.
الشباب وايي "ماندا بې" اډه په سیمه کې د اسلام پر ضد د امریکايي صلیبیانو د خېز دره ده.
په افریقا کې د امریکايي ځواکونو د قرارګاه د عملیاتو مشر جنرال ویلیم ګېلر د جرمني خبري اژانس ته ویلي دي چې د دوی اډې ته اضافي ځواکونه د امنیتي تدابیرو د پیاوړي کولو په مقصد استول شوي.