واورې دې نه اوري چې لارې بندوینه!
![واورې دې نه اوري چې لارې بندوینه!](https://gdb.rferl.org/b03184c3-27a6-4140-a44e-f4b44d81d00f_tv_w800_h450.jpg)
په کابل ښار کې د سړکونو کنګل کېدو او دې ستونزې ته د کابل ښاروالۍ نه پاملرنې ښاریان او موټر چلوونکي اندېښمن کړي. د کابل اوسېدونکي وايي، موټر کم دي او کرایې یې هم دوه چنده شوي. خو موټر چلوونکي بیا د خپلو ستونزو خبره کوي.
لیمه هادي د کابل ښار واټونو ته وتلې او دا راپور یې چمتو کړی.