کوټه: بمي چاودنې دوه تنه وژلي ۱۶ ژوبل
![کوټه: بمي چاودنې دوه تنه وژلي ۱۶ ژوبل](https://gdb.rferl.org/38ad17cb-1ed7-486d-b737-6e32e7daa1c2_tv_w800_h450.jpg)
د کوټې و باچاخان چوک ته نېزدې په یوه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. په ټپیانو کې دوه سرحدي عسکر هم شامل دي. چاودنه نن مازیګر د عبدالستار روډ او مېکانګي سړک پرکونج هغه مهال وشوه کله چې د سرحدي عسکرو یو ګاډی له هغه ځای سره تېرېدلو.