کاناډا غواړي تهران کې د راغورځېدلې الوتکې د پېښې څېړلو کې اساسي رول ولري
کاناډا وایي، نیت لري چې د اوکراین د هوایي شرکت د الوتکې د راغورځېدو د پېښې په څېړلو کې اساسي رول ولوبوي.
د اوکراین د هوایي شرکت ۷۳۷ بوینګ الوتکه پرون په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره اوکراین ته په لاره وه چې له الوتو لږ وروسته په تهران کې راوغورځېده او ټولې ۱۷۶ سپرلۍ یې ووژل شوې.
په وژل شویو کې ۶۳ یې د کاناډا اتباع دي.
تراوسه د دغې الوتکې د راغورځیدو علت نه دې څرګند. په تهران کې د اوکراین سفارت لومړی ویلي چې د الوتکې ماشین کار پریښی و خو دغه بیان یې له خپلې ویب پاڼې بېرته لیرې کړی دی.
د کاناډا صدراعظم جسټن ترودو په اوتاوا کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د الوتکې ۱۳۸ سپرلۍ له تهرانه کیف او ورسته کاناډا تللې.