د ایران په تړاو د ټرمپ واک محدودولو لپاره نن د امریکا استازو جرګه پرېکړه کوي
![د ایران په تړاو د ټرمپ واک محدودولو لپاره نن د امریکا استازو جرګه پرېکړه کوي](https://gdb.rferl.org/E041B339-772F-40DA-A6F2-E0D568FF2189_w800_h450.jpg)
د امریکا د کانګرس استازیو جرګه به نن (جنورۍ ۹مه) پرهغه پرېکړه لیک رأی واخلي چې د ایران پرضد د پوځي اقدام په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ واک محدودوي.
دا جرګه چې ډیموکراتان پکې اکثریت دي، دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې ډېرو غړو یې ویلي، د سپینې ماڼۍ وضاحت چې ولې یې ایرانی جګپوړی جنرال قاسم سلیماني وواژه، نه دي قانع کړي.
د استازیو جرګې رئیسې نانسي پلوسي وویل، د جګړې د واک په اړه پردغه پرېکړه لیک به نن رأیې واخیستل شي.
هغې وویل چې د کانګرس غړي له ایران سره په دښمنۍ کې د ښکېلتیا په اړه د ټرمپ د ادارې پرېکړې او هم دا چې دا اداره د وړاندې تګ لپاره یوه ستراتیژي نه لري، جدي اندېښنې لري.
دغه پریکړه لیک چې په غالب ګومان به یې استازیو جرګه تصویب کړي، له ټرمپ څخه غواړي چې په ایران کې د ننه او پرضد یې له پوځ څخه تر هغو کار نه شي اخیستلی چې کانګرس جګړه اعلان کړې نه وي یا یې د تهران پرضد د ځواک کارولو اجازه ورکړې نه وي.