کرکټ: د استرالیا بیګ باش ټورنمنټ کې د راشد پنځم هیټ ټریک
راشد خان د استرالیا په بیګ باش ټورنمنت کې د پرله پسې پنځم ځل لپاره هیټ ټریک وکړ.
راشد خان داځل چې په سټرایکرزټیم کې لوبیږي، نه یوازې په بالینګ کې بلکه په بیټنګ کې هم ډېر ښه ځلیدلی او توجه یې ځان ته اړولې ده.
نوموړي تېره شپه د سیډني سیکسرز په وړاندې مسابقه کې د دې ټیم تکړه لوبغاړي جک اډوارډز، جیمز وینس او بل جک اډوارډز وسوځول.
په تېرو وختونو کې به دی په بالینګ کې د نړۍ ښه لوبغاړی ګڼل کېده، خو داځل یې په بیټنګ کې هم د نړۍ پام ځانته اړولی دی.