اسلام اباد کې خبریالان د خپلو تنخاګانو لپاره راوتلي
![اسلام اباد کې خبریالان د خپلو تنخاګانو لپاره راوتلي](https://gdb.rferl.org/2100212c-2f0b-4177-98df-31c88386ac45_tv_w800_h450.jpg)
په اسلام اباد کې خبریالانو د جنورۍ پر اتمه د مظاهرې پر وخت د رسنیو له مالکانو غوښتي چې خپلو کارکونکو ته دې پر وخت تنخواګانې ورکړي. د خبريالانو په وينا د زياتره ټي وي چېنلونو او اخبارمالکانو د خپلو کارکونکيو تنخاګانې کمې کړې دي خو بیا یې هم پر وخت نه ورکوي. راپور: احمد الله ویډیو: عمران یونس