اماراتو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تمرینات پیلیږي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۱۹ لوبغاړي د ۱۰ ورځني تمريناتي کمپ په موخه د متحده عربي اماراتو پر لور وخوځېده.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل،دغه کمپ چې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي لانس کلوزنر په مشرۍ ترسره کېږي، د لوبغاړو د مهارت لوړولو او فزيکي جوړښت باندې به کار وکړي.
ياد کمپ به د جنورۍ په ۱۳مه نېټه پيل او تر ۲۴مې نېټې پورې دوام وکړي، چې د جنورۍ په ۲۵مه نېټه به لوبغاړي بېرته هېواد ته راستنه شي.