د افغانستان د نجونو فوټسال ۱۹ کلنو لوبډلې تمرینات
د افغانستان د نجونو د فوټسال ۱۹ کلنه لوبډله په اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه تمرینات پیل کړل.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې د فوټسال دغه لوبې به د دوشنبې په ښار کې ترسره شي.
نوموړي وویل، په یادو لوبو کې به د افغانستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوبډلې ګډون وکړي.
د فوټسال دغه اسیايي لوبې د جنورۍ په ۲۴ مه پیل او تر ۲۹ مې دوام کوي.
افغان لوبډله دا مهال د یادو لوبو لپاره په چمتووالي بوخته ده.