د میدان وردګو مرمرو تولیداتو کې ۵۷ سلنه زیاتوالی
د میدان وردګو ولایت د مرمرو په تولیداتو کې د تېر کال په پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی راغلی.
د دغه ولایت د کانونو رئیس فضلالباری بلوچ وویل، چې د ۱۳۹۷ کال په پرتله په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ۱۶۸۸۳ ټنه مرمر زیات تولید شوي دي.
نوموړي وویل،چې تراوسه ۱۸۷۹ مټرمربع په اندازه پنځه کانټینره د اذربایجان مرکز باکو ښار ته صادر شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې په افغانستان کې د مرمرو شپیته لوی زېرمې شته چې ټوله اندازه یې ۹ میلیاردو ټنو ته رسېږي.