مډال ګټوونکې "کیمیا علیزاده" ایران پرېښود
کیمیا علیزاده، چې ایران ته یې په المپیک سیالیو کې مډال ګټلی، د تل لپاره له خپل هیواده ووته.
دې د ایران سیاسي نظام دوه مخی او ناعادلانه وباله چې سپورټي لوبغاړو ته سپکه اړوي او د سیاسي هدفونو لپاره یې استعمالوي.
علیزاده، چې یوازینۍ ښځه ده چې ایران ته یې په المپیک سیالیو کې مډال ګټلی، پرون (شنبه) په انسټاګرام کې لیکلي: "اجازه راکړئ چې په زغرده ووایم، خپل سانسور شوی هویت وښیم، زه په ایران کې یوه له میلیونونو ځپل شویو ښځو څخه یم."
۲۱ کلنې علیزاده د برازیل د ریو د ۲۰۱۶ میلادي کال په المپیک سیالیو کې د تکواندو په لوبه کې د ژېړو یا برونز مډال ګټلی و.