پکتیا له زندانه د ۷ بندیانو د تېښتې قضیې په تړاو ۱۲ کسان نیول شوي
د پکتیا له زندانه د اوو بندیانو د تېښتې د قضیې په تړاو چارواکو دولس کسان نیولي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن سهار ازادۍ راډیو ته وویل، د بندیانو د تېښتې د پرونۍ پېښې په اړه د څېړنې موظف کمېسیون د هغو کسانو د نیولو امر کړی چې په دې قضیه کې لاس لري او یا یې په دنده کې غفلت کړی.
هغه زیاته کړه: "د پکتیا ولایت د عمومي محبس د مدیر په ګډون ۱۲ کسان نیول شوي دي چې اوس مهال ترې تحقیقات دوام لري، د څېړنو په پایله کې به ډېرې پوښتنې ځواب شي او وروسته به له رسنیو سره په دې معلومات شریک شي."
د دوشنبې په شپه د پکتیا له زندانه اوه بندیان وتښتېدل چې د محبس د مدیر په وینا درې تنه یې سیاسي بندیان وو، او نور یې په بېلابېلو جرمونو تورن وو.
طالبان وایي د دوی ۷ ملګري چې له دې محبس څخه تښتېدلي وو، وررسېدلي او خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.