ملي امنیت: کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۷۶ کسان نیول شوي
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په تېره یوه میاشت کې یې په کابل کې د تروریستي فعالیتونو، وسله والو شوکو، د مخدر موادو د قاچاق او اختطاف په تورونو ۷۶ کسان نیولي دي.
د ملي امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویلي چې په دې ډله کې د سمیع الله په مشرۍ د طالبانو د ماین جوړوونکو یوه پنځه کسیزه ډله هم له ده سبز ولسوالۍ څخه نیول شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دې ډلې د ده سبز ولسوالۍ په ځینو سیمو کې یو شمېر پوځي او ملکي موټر په ماینونو الوزولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.