د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د ګازو بیې راټیټې شوي
![د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د ګازو بیې راټیټې شوي](https://gdb.rferl.org/709C3E09-AD8D-47A8-A65D-DD7DDB50D420_cx25_cy25_cw75_w800_h450.jpg)
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د روانې اوونۍ له پیله د ګازو بیو کې د پام وړ کموالی راغلی.
د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، اوسمهال په عمده ډول د یو کیلو ګازو بیه په ۵۲ او په پرچون ډول بیا ۶۰ افغانۍ ده.
نوموړي وویل چې کابل ته په لاره د ګازو د ټانکرونو په رارسېدو سره به د ګازو په بیو کې نور هم د پام وړ کموالی هم راشي.
خو یو شمېر کابل ښاریان شکایت کوي چې لا هم یو کیلو ګاز له ۸۰ تر ۱۱۰ افغانیو پېري او په بازار کې د ګازو بیې نهکنټرولېږي.