لوګر کې د جنسي ځورونې افشا کوونکي "موسی محمودي" افغانستان پرېښود
موسی محمودي چې د روان کال د لومړۍ میاشتې په وروستیو کې په لوګر ولایت کې د ښوونځي د زدهکوونکو پر وړاندې د جنسي ځورونې په اړه معلومات خپاره کړل، دوه اوونۍ وړاندې له خپلې کورنۍ او یو تن همکار سره د افغانستان یو ګاونډي هېواد ته تللی دی.