پر شاعرې زېبا اپرېدۍ د برید خلاف لاریون
![پر شاعرې زېبا اپرېدۍ د برید خلاف لاریون](https://gdb.rferl.org/3271a77e-d8ab-413b-8d23-d040d1ec26b5_tv_w800_h450.jpg)
په پېښور کي مدني فعالانو پر یوې ادبي او سیاسي فعالې زېبا اپرېدۍ باندې د ناڅرګندو کسانو له لوري د ډزو پېښه غندلې او پرضد یې احتجاج ته راوتلي دي. د غونډې برخوالو غوښتنه کوله چې امنیتي ادارې دې د مدني او سیاسي فعالانو امنیت یقیني کړي. دا پېښه د پنجشنبې ورځ د پېښور خزانې تاڼې په یوه کلیواله سیمه کي رامخې ته شوي ده. د خزانې تهانې پولیسو مشال رېډیو ته ویلي دی چې په پېښه کي ککړ یو تن نیول شوې او د پېښي پلټنې راوني دي. له پېښوره د غلام غوث ویډيو راپور