د ترکیې په زلزله کې د مړو شمېر ۱۸ کسانو ته رسېدلی
د ترکیې په ختیځ کې د زلزلې د ۱۸ کسانو ژوند اخیستی دی او دوه سوه پنځه ویشت تنه ټپيان شوې دي.
د چارواکو په وینا د ترکیې ختیځې سیمې تیره شپه سختې زلزلې ولړزولې.
د دې زلزلې کچه د ریښتر شپږ اعشاریه اته بلل شوې ده.
په ایران، سوریې او لبنان کې هم د دې زلزلې ټکانونه احساس شوې دي.