اوس به پارلېمان زیات قوانین جوړ کړای شي: اسد قیصر
![اوس به پارلېمان زیات قوانین جوړ کړای شي: اسد قیصر](https://gdb.rferl.org/A7B351F3-CB6D-4F0F-B52E-718044510282_w800_h450.jpg)
د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر ویلي، له اپوزیشن سره د حکومت تر مذاکراتو وروسته به اوس پارلېمان زیات قوانین جوړ کړای شي. اسد قیصر پرون ماښام په پېښور کې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، په تېرو وختونو کې اپوزیشن همکاري نه کوله نو ځکه حکومت د لنډمهاله قوانینو له لارې چارې پر مخ بیولې. ده هیله وښوده چې وزیراعظم عمران خان به په راتلونکې کې د قامي اسمبلۍ غونډو ته زیات ورځي. خالد خان له اسد قیصر سره خبرې کړې دي او ورڅخه یې پوښتلي چې پر حکومت ولې تور پورې کېږي چې د ارډېننسونو له لارې چارې چلوي؟
ساین اوټ: د قامي اسمبلۍ له سپیکر اسد قیصر سره مو د خالد خان مرکه اورېده.