د بریتانیا صدراعظم: له اروپايي ټولنې وتل د 'نوي عصر' پیل دی
ټاکل شوې چې نن د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو یا برګزېټ په ورځ د خپل هېواد لپاره د "نوي عصر د پیل" اعلان وکړي، خو نوموړي ویلي دا کار به په درنښت وکړي ځکه له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پر سر خلکو کې د پام وړ غصه لا هم پاتې ده.
جانسون پلان لري چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا وتل چې د اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلی و په خپل استوګنځای کې له خپل ټیم سره ولمانځي، خو نوموړی به په دې اړه په هغو اضافي جوړو شویو غونډو کې چې د برګزېټ پلویانو لندن کې پلان کړي له ګډون ډډه وکړي.
له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه د جانسون د وینا لنډیز د ده دفتر خپور کړی چې له مخې بهیې نوموړی په یوه ټلوېزیوني وینا کې ووايي، دا هغه شېبه ده چې سپېدې چوي او د یو نوي عصر خوا ته پردې پورته کېږي.
بریتانیا د ۲۰۱۶ م کال په جون کې له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو په اړه ټولپوښتنه ترسره کړه چې پهکې په سلو کې ۵۲ کسانو د وتلو په پلوۍ او سلو کې ۴۸ کسانو په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو په پلوۍ رایې ورکړې.
له دې وروسته له اروپايي ټولنې سره له دې ټولنې د وتلو په اړه یوې هوکړې ته رسېدو د بریتانیا په پارلمان کې ډېر وخت ونیوه.