د قرغزستان-ازبکستان د اوسېدونکو سرحدي شخړه کې لسګونه کسان ټپيان شول
د قرغزستان او ازبکستان د اوسېدونکو ترمنځ په تازه سرحدي شخړه کې په لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
د قرغزستان روغتیا وزارت نن وویل چې په دې شخړه کې د قرغزستان ۲۵ تنه اتباع هم ټپیان شوي دي.
د وزارت په حواله ۴ تنه ټپیان بستر شوي چې د دوو روغتیایي وضعیت خراب دی.
خو د سیمې اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې په دغو شخړو کې د سیمې ۱۶ اوسېدونکي هم ټپیان شوي دي.
خو د ازبکستان رسمي سرچینو دا موضوع تأیید کړې نهده.
دغه شخړې پرون په سوخ ساحه کې شوي، د ازبکستان هغه سیمه چې د قرغزستان په قلمرو کې ده.
د ازادۍ راډیو خبریال وايي، څرنګه چې په دواړو خواوو ځینو کورونو ته اور اچول شوی، د دواړو خواوو وګړو پر یوه او بل د ډبرو ګوزارونه کول.
په ۱۹۹۱م کال کې د پخواني شوروي اتحاد تر سقوط وروسته، د پخواني شوروي اتحاد زیات جمهوریتونه سرحدي لانجې لري.