د ایران پارلمان یو غړی: د نومبر میاشتې په مظاهرو کې ۲۳۰ تنه وژل شوي
دا خبر د ایرنا دولتي خبري اژانس ورکړی دی. دا لومړنی ځل دی چې د ایران د پارلمان یو غړی د تېرو اعتراضونو پر مهال د مرګژوبلې شمېرې وړاندې کوي.
د تېر کال د نومبر په میاشت کې په ایران کې د تېلو د بیو لوړېدل د حکومت پر ضد د پراخو اعتراضونو سبب شول.
په ایران کې کې د ۱۹۷۹ میلادي کال د اسلامي انقلاب راهیسې، د تېر کال د نومبر څلور ورځني اعتراضونه تر ټولو پراخ او له تاوریخوالي سره مل ګڼل کېږي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور په حواله د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنیو چارو د کمېټې مشر مجتبی ذالنور ویلي، په دې اعتراضونو کې ۲۳۰ کسان وژل شوي چې په پنځو کې یو یې د امنیتي ځواکونو غړی و.
د نوموړي په وینا په وژل شویو کې له څلورو یو تن له لارویانو و چې اعتراضونو کې یې لاس نهدرلود او یو شمېر یې له نږدې واټن څخه په سر او سینې په مردکیو لګېدلي وو.
ذالنور ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو له اعتراض کوونکو څخه ډیر واټن درلود او دا کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو نهدي لګېدلي.
نوموړی وايي، یو زیات شمېر کسان پر داسې مردکیو لګېدلي چې په ایران کې یې کارول معمول نهدي.
په دې اعتراضونو کې تر ۲،۰۰۰ زیات کسان ټپیان شوي هم وو.
د بخښنې نړیوال سازمان د دې اعتراضونو پر مهال د وژل شویو شمېر ۳۰۴ تنه بللی دی او هغوی چې له مسئلې خبر دي وايي، د ۱۲ ماشومانو په شمول په دې اعتراضونو کې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
امریکا بیا د وژل شویو کسانو شمېر زر تنه بللی دی.
