حشمت فنايي خاورو ته وسپارل شو
![حشمت فنايي خاورو ته وسپارل شو](https://gdb.rferl.org/417841CF-99A4-4588-BD0A-B76AB0F0FB6F_cx0_cy20_cw0_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د سینما او تیاتر پېژندل شوی هنرمند حشمت فنايي نن د جون په ۴مه، خاورو ته وسپارل شو.
هغه پرون مړ شوی و.
د هغه زوی، مسعود فنايي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې پلار یې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
د افغانستان د تیاتر او سینما زیاتو کارکوونکو د فنايي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
هغه په ډېرو فلمونو او تیاتري نندارو کې کار کړی و.