د ډاکتر نیازي د جنازې په مراسمو کې د زرګونه خلکو ګډون
![د ډاکتر نیازي د جنازې په مراسمو کې د زرګونه خلکو ګډون](https://gdb.rferl.org/2c114e76-bfa1-43b5-bd63-a11fddc0aa61_tv_w800_h450.jpg)
زرګونه تنو نن (پنجشنبه) په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جومات د خطیب او د کابل پوهنتون د استاد ډاکتر ایاز نیازي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
ډاکتر نیازی له یوه بل تن سره د سې شنبې په ماښام د اېښودل شوي بم په چاودنه کې ووژل شو.
د دې برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست.